
مالي ته څېرمه الجزایرۍ الوتکه لوېدلې
نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): د الجزایر یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د بورکنیا فاسو څخه پلازمېنې الجیرز ته تلله، لویدلې ده.
د الوتکې د لویدنې له امله ۱۱۶ مسافر وژل شوي.
دا په تېرو ۱۰ ورځو کې درېيمه مسافر وړونکې الوتکه ده چې د نړۍ په بېلا بېلو ځایونو کې لویږي.
چارواکي وايي چې دغې الوتکې سره هغه مهال د دوی اړیکه پرې شوه چې په خرابه هوا کې د مالي هېواد څخه واوښتله.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دغه مسافر وړونکې الوتکه کې ۵۱ فرانسوي مسافر هم سپاره وو.
فرانسوي رسنۍ وايي چې د مرکزي مالي پوځيانو د الوتکې ټوټې موندلي دي خو تر دې مهاله د دې پخلی نه دی شوی.
رویټرز خپري آژانس د مالي د ولسمشر له خولې لیکلي چې د الوتکې ټوټې يې د مالي په ختیځ کې موندلي دي.
لویدلې الجزایري الوتکه د بورکینافاسو هېواد د پلازمېنې واګاډوګو څخه د الجزایز پلازمېنې ته الوتنه کوله چې د ۵۰ دقیقو الوتنې وروسته ورسره اړیکه پرې شوه.
چارواکي وايي چې د الوتکې پیلوټ د نایجر هېواد نیامي ښار کې له دوی سره اړیکه ونیوله چې د خرابې هوا له امله یې لاره بدله کړې.
په الوتکه کې ۵۰ د فرانسې، ۲۴ د بورکینو فاسو، ۸ د لبنان، ۴ د الجزایر، دوه د لګزمبرګ، یو د سویس، یو بلجیم، یو نایجیریا، یو د کیمرون، یو اوکرینی او یو د رومانیه اتباع وژل شوي دي.
تر دې دمخه د الجزایر یو بله بوینګ ۷۳۷ الوتکه د ۲۰۰۳ز کال په مارچ کې د الجزایر پلازمېنې سره لویدلې وه چې له امله یې ۱۰۲ مسافر ووژل شول.
په تېرو څو ورځو کې په نړۍ کې د الوتکو د لویدنې څو پېښې رامنځته شوي.
تېره اونۍ د مالیزیا ایم ایچ ۱۷ د اوکراین په ختیځ کې ولویدله چې له امله یې ۲۹۸ مسافر او د الوتکې مامورین ووژل شول.
د چهار شنبې په ورځ د تایوان لویدیځ ساحل په یوه جزیره کې الوتکه د کیناستلو پر مهال ولویدله چې له امله يې ۴۷ کسان ووژل شول.