ورزش

میسي په اوښلنو سترګو برسلونا سره مخه ښه وکړه، «سخت خواشینی یم»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۰ل): د نړۍ نامتو ارجنټایني فوټبالر لیونل میسي د یوه مطبوعاتي کنفرانس له مخې د خپل مشهور کلب برسلونا مرکزي دفتر څخه په اوښلنو سترګو رسمي مخه ښه وکړه.

وروسته له هغې چې د برسلونا کلب لیونل میسي سره د لالیګا اصولو او مقرراتو له کبله د تړون نه غځېدو اعلان وکړ، میسي په اوښلنو سترګو د خپل کلب، لوبغاړو او له دغه ښار سره مخه ښه وکړه.

میسي چې خپلې اوښکې یې پاکولې وویل، زه او کورنۍ مو په برسلونا کې د پاتې کېدو لپاره ژمن وو، ددغه وخت د راتلو هیڅ فکر مې نه کاوه، خو مجبورا به اوس له ۲۱ کلونو وروسته دغه کلب او ښار پریږدم.

«زما لپاره تر ټولو خواشینونکې او غمجن حالت و، چې تر اوسه پورې د خپلې کورنۍ سره یوځای له دغه حالته د راوتلو هڅه کوم».

هغه زیاته کړه، ما فکر کاوه د تړون په هکله هر څه په بریالیتوب سر ته رسېدلي دي، خو د «لالیګا لیګ» د اصولو او مقرراتو له کبله په وروستیو شېبو کې ستونزې رامنځته شوې، ما له خپل لوري د تړون لپاره هر څه وکړل خو بیا هم سرته ونه رسېدل».

۳۴ کلن میسي وویل، د کلب د غوښتنې سره سم ما په نوي تړون کې خپل معاش ۵۰ سلنه راکم کړ، او په دې تړاو چې نور څه ویل شوي ټول دروغ دي، «کله چې ته چپ پاتې شې دروغ او افواهات ځای نیسي، خو زه به د خپلو مینوالو لپاره حقیقت وایم چا چې ماته کلونه مینه راکړې ده.

«ما ددې کلب اصولو او مقرراتو ته تل درناوی کړی، څو ځله مو سختۍ او اسانۍ تیرې کړي تر دې چې زه یو څه جوړ شوم، ما ددغې کلب سره تل ځان پېوسته درلوده خو فکر مې نه کوه په داسې لاره به مخه ښه کوم، هیله لرم چې په لوبغالي کې د خپلې لوبډلې لوبغاړو او مینوالو سره مخه ښه وکړم خو شرایط اجازه نه راکوي».

میسي چې تېر کال د برسلونا کلب پخواني مشر جوزپ ماریا برتامیو سره د اختلافاتو او په لوبډله کې د ستونزو له کبله ددغه کلب پریښودو رسمي غوښتنه وکړه، اجازه ورنکړل شوه، خو په وینا یې سږکال یې غوښتل پاتې شي او یو شمېر جامونه وګټي.

نوموړی زیاتوي، «تېر کال ما وغوښتل چې زه کلب پریږدم او زه باوري وم مګر سږکال نه، سږکال زه او کورنۍ مې باوري وو چې په خپل کور کې پاتې کیږو او همدا مو تر ټولو زیاته غوښتنه وه، خو نن زه باید مخه ښه وکړم».

له یوې خوا لیونل میسي له ۲۱ کلونو وروسته د برسلونا کلب پریښود، بل لوري ته یو شمېر رسنۍ او د فوټبال مبصرینو پوښتنې راولاړې کړي چې نوموړی به راتلونکی کال له کومې لوبډلې سره یوځای کیږي. په دې کې د پاریس سان جرمان لوبډله د ټولو په سر کې ده چې د فرانسوي خبرپاڼو د راپورونو پر اساس یې نوموړي ته د دوه کلونو او یو اضافي کال تړون وړاندیز کړی دی.

د کنفرانس پرمهال میسي د پاریس لوبډلې په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وویل، پاریس سان جرمان لوبډله هم یوه لاره کېدلی شي، خو تر نن ورځې پورې له هیچا سره موافقه نه ده شوې، کله چې بیان خپور شو یو شمېر کلبونو تلیفوني اړیکې ونېولې او تړون ته لیواله وو، خبرې کیږي خو لا له چا سره نږدې شوي نه یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx