
طالبان د بغلان مرکز پلخمري ته ننوتل او سخته جګړه دوام لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ زمري، ۱۴۰۰ل): له نیمروز، جوزجان، سرپل، کندوز او تخار ولایتونو وروسته طالبانو له تیرې شپې راهیسې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار خپل تهاجمي عملیات پیل کړي، چې تراوسه یو شمېر امنیتي پوستې او حوزې د طالبانو لاس ته ورغلي او د ښار په منځ کې شدیدې نښتې روانې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پلخمري ښار دوهمې امنیتي حوزې اړوند د «اکرم باتور» ستر پوځي مرکز یې نیولی او د پلخمري کلابند ښار یې له څلورو طرفونو څخه تر محاصرې او بریدونو لاندې نیولی دی.
نوموړی زیاتوي، همدا اوس ددوی جنګیالي په پلخمري ښار کې پرمخ روان دي.
له بل پلوه یوې سیمه ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې له تیرې شپې راهیسې تراوسه د بغلان ولایت مقام او امنیه قومندانۍ باندې طالبانو شاوخوا شل توغندي ویشتلي دي.
د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار له تیرو ۶ اونیو راهیسې د طالبانو په محاصره کې دی او ښار ته ورغلې ټولې لارې د دولتي عسکرو پرمخ تړل شوې دي.
طالبان په داسې مهال د بغلان ولایت په مرکز خپل تهاجمي عملیات پيلوي، چې تیره ورځ د سرپل، کندوز او تخار ولایتونه هم په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلل.
دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او د شنبې په ورځ بیا د جوزجان ولایت مرکز شبرغان هم طالبانو نیولي وو.
په عادي حالت کي د دولت پر ضد د طالبانو دا سریع پرمختګ حیرانونکی دی. خو که بیا دا حقیقت په نظر کي ونیسو چي د ۳۷.۵ ملیونه افغانانو د ارمانونو ممثلین طالبان د ۱.۵ ملیونه فاسدو غلامانو د استازي دولت سره جګړه کوي نو بیا دا پرمختګونه ډیر ورو دي. کابل باید وختي لا تصفیه سوی وای. طالبانو ورونو ته یو عرض دا دی چي اوس د دوئ چاري د غیر رسمیت څخه رسمیاتو ته داخلیږي نو باید خپل زاړه رسمیات هم راژوندي کړي. د تحریک اوسني کلیمه لرونکي بیرغونه شاید د عجلت په خاطر چاپ سوي وي او… نور لوستل »
ښه پلان دی ټول وخت مونږه پښتانه په جګړو کی تار او مار شولو دی پلان سره هغه ده جګړه شمال ته ولاړه هغه څه چی امریکایانو له پخوا څخه غوښتل.
طوطی خانه دلته درسره موافق نه یم
شمال او جنوب ټول زموږ هیواد دی، ټول زموږ خلک دي داچې امریکایي سور غوږ د پښتنو پر ضد څه جنایات هغه هم د شمال د سړیخورو پر مټ وکړل دا بیله مسله ده ولې هیچاته هیڅکله هم بد مه غواړه.