نړۍ

کوټې ښار کې دوو چاودنو د ۱۰ پوليسو په ګډون ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې دوو چاودنو د ۱۰ پوليسو په شمول ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کوټې ښار پوليس وايي، لومړۍ چاودنه تېره ماښام ناوخته سرينا هوټل ته څېرمه په يوه خوندي ځای کې شوې او دوهم پر سرياب سړک شوې ده.

د کوټې د پوليسو مشر اظهر اکرم له پېښې وروسته رسنيو ته ويلي، چې سرينا هوټل ته څېرمه چاودنه د موټرسايکل بم په واسطه شوې او هدف يې د پوليسو موټر و.

دا چاودنه د کوټې ښار په تر ټولو خوندي سيمه کې شوې، چې د پېښې ځای ته څېرمه سرينا هوټل، ستره محکمه او يو شمېر نورې دولتي ودانۍ هم دي.

د اظهر اکرم په وينا په دغه چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او د اتو نورو پوليسو په شمول ۲۱ تنه ټپيان شوي دي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی.

دوهمه چاودنه پر سرياب سړک د موټرو په يوه تمځای کې د لاسي بم غوځولو له امله شوې وه، چې يو تن په کې ټپي شوی دی.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال او نورو چارواکو دغه چاودنې غندلي او د پېښې له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی لږ غوړ غوړ خبرونه هم نشر کوی. وایی: مکوه په چا چی و بشی په تا.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx