افغانستان

ډاکټر عبدالله د سولې په اړه په دوو ناستو کې د ګډون لپاره نن قطر ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماښام د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي او هلته به د افغانستان سولې په اړه په دوو مهمو ناستو کې ګډون وکړي.

د ملي پخلاينې د عالي شورا اداره وايي، له عبدالله عبدالله سره په دې سفر کې د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري او يو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

که څه هم تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوې، خو د ملي پخلاينې عالي شورا سرچينو ويلي، چې دغه دواړه ناستې د سيمه‌ييزو او نړيوالو همکارانو په هڅو سبا او بله ورځ د زمري په ۱۹ او ۲۰مې نېټه د قطر پلازمېنې دوحې کې ترسره کيږي.

دا دواړه ناستې په داسې حال کې جوړيږي، چې د افغانستان سولې بهير تر ډېره په ټپه ولاړ دی او د هېواد په ګڼو برخو کې طالبان د چټک پرمختګ په حال کې دي.

له تېرو نږدې درې مياشتو راهيسې طالبانو د هېواد په ګڼو برخو کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي او له شل زرو زيات پوځيان او پوليسو ته ورته تسليم شوي دي.

خو له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو د خپلو چټکو پرمختګونو په لړ کې د نميروز، جوزجان، کندوز، سرپل او تخار ولايتونو مرکزونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي دي.

حکومتي چارواکو د طالبانو د وروستيو پرمختګونو پخلی کړی او وايي، چې طالب جنګياليو تېره شپه د بغلان، بلخ او سمنګان ولايتونو پر مرکزونو له ګڼو خواوو بریدونه پيل کړي دي.

طالبان وايي، د دوی جنګيالي د پرمختګ په حال کې دي او يو شمېر مهمې سټراټيژيکې سيمې يې هم لاندې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي زاده

خلک چي هر څه وايي او هر نظر چي لري زما ورسره کار نسته، خو زه چي پوهېږم د بهرنيو هيوادونو په غونډو او منډوترړو زموږ هيواد ته سوله نه، بلکي شر راځي. د کابل د ادارې په اړه به ووايم چي «ټمبه ته يو ګوز هم غنيمت دی». اما زموږ د ګران هيواد او خلکو لپاره ښه او ګټوره داده چي ټولو پردو ته مطلق نه وويل سي. صرف بې غرضه او بې قيد او شرطه انساني مرستي يې د منلو دي. په دغسي صورت کي به د جنګ پر تناره باندي سمدستي اور بند سي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx