افغانستان

امریکا له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پلان «نه بدلوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸زمري، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې طالبان په افغانستان کې د سلګونو ولسوالیو او ځینو ولایتونو په نیولو توانېدلي او ښايي‌ په لنډ وخت کې یو شمېر نور ولایتونه هم لاندې کړي؛ امریکایي چارواکي‌ وايي، دا کار به له افغانستانه د پوځيانو ایستلو په اړه د امریکا ستراتيژي‌ بدله نکړي‌ او ټول امریکایي عسکر به په ټاکلې نېټه له افغانستانه راووځي.

امریکا تر دې مهاله له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه کړې او پریکړه یې کړې، چې د روانې میلادي میاشتې «اګست» تر پایه خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي او په دې هیواد کې نظامي حضور ته د پای ټکې کښېږدي.

یو شمېر امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو نظامي پرمختګونه به له افغانستانه د پوځيانو د را ایستلو په برخه کې د امریکا ستراتيژي بدله نکړي‌ او امریکايي‌ پوځيان به په ټاکلې نېټه له افغانستانه راووځي.

امریکا داسې مهال په ټاکلي نېټه په افغانستان کې د خپل نظامي حضور پای ته رسولو ته چمتووالی نیسي، چې طالبان بې مخیني‌ پوځي پرمختګونه لري‌ او په تېرو دریو میاشتو کې د سلګونه ولسوالیو او ځیني ولایتونو په لاندې کولو توانېدلي‌ دي.

په تېرو دریو ورځو کې د تخار، کندز، سرپل، جوزجان او نیمروز ولایتونو مرکزونه د حکومت له ولکې ایستل شوي‌ او اوس طالبان ورباندې واکمن دي.

تېره ورځ‌ د امریکا ولسمشر د کابل حکومت مشران او عسکر هڅولي‌ و، چې د طالبانو په وړاندې ودرېږي او دده په اصطلاح د هغوی د «یرغل» مخه ونیسي.

د بايډن په اند، کابل حکومت ګڼ شمېر روزل شوي‌ عسکر او بېلابېلې وسلې او مهمات لري‌ چې د طالبانو مخه ورباندې ډب کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي زاده

ذلت او مرګ دي وي د امريکې پر دې شريرو او د جګړو د اورونو بلوونکو سپین سترګو طاغوتانو ! په ګران او خواږه هيواد افغانستان کي د کفرماتوونکو او اتلو افغانانو په مېړانه ستاسي د له شرمونو ډکي ماتي سره ستاسي د شيطاني امپراتورۍ د زوال او له منځه تلو نخښي څرګندي سوي دي. ستاسي دا مغروره امپراتوري به ژر ړنګېږي ان شاء الله ! ## په افغانستان کي تاسي د هيڅ ډول لاس وهني حق نه لرئ . تاسي اوس په کوم نړۍ وال قانون زموږ پر هيواد باندي له بهر څخه د B 52 , بمبار الوتلو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx