نړۍ

دهاګ نړیواله محکمه: سیف الاسلام له مونږسره اړیکه نیولي ده

سيف الاسلامنن ټکی اسیا: په هولنډاکی دجرایمو په خلاف دهاګ نړیوالي محکمي له لوري ویل شوی دي چی دقذافي زوی سیف الاسلا م له دغي محکمي سره دتسلیمیدو په خاطر اړیکي نیولي دي.

دهاګ دنړیوالي محکمي ریس لویس مورینو اوکامبو له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل کچیري سیف الاسلام دغي محکمي ته ځان وسپاري، محکمه به دنوموړي قضیه وڅیړي او خپله سیف الاسلام ته به دځان ددفاع لپاره پوره حق ورکول شي.

نوموړي زیاته کړه دلیبیا داستخباراتو پخواني ریس عبدالله السنوسي او دقذافی زوی سیف السلام دغي محکمی ته دبشر ضد کړنو په تور یو شانتي مطلوبه کسان دي.

دنیجریا هیواد تیره ورځ خبر ورکړی وو چی سیف الاسلام ددغه هیواد له پولي سره څیرمه دلیبیا په خاوره کی لیدل شوی وو او له نوموړي  په سیمه کي دالطوارق قبیلي پوره ملاتړ له ځانه  لری.

دالطوارق قبیلي یوه سردار (مشر) آج بولا چی دغادیز دښار دسمیزي شورای غړي هم دي له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل له سیف الاسلام سره الطوارق قبیلي پوره حمایت ورسره دی اوددغي قبیلي وسلوال کسان دنوموړي دساتني لپاره موظف شوی دي.

د نایجریا حکومت اعلان کړی وو چی دقذافی دکورنی وغړو ته به امن ورکړی کچیری هغه له دوی څخه دامن غوښتنه وکړي اوترهغه پوري به یی بیرته لیبیا ته حواله نه کړی ترڅو دهغو دخونديتوب په اړه مکمل ضمانت نه وی ورکول شوی.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x