افغانستان

سمنګان: د عطا نور نږدې ملګری او د پارلمان پخوانی غړی له ۲۵۰ وسله‌والو سره طالبانو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸زمري، ۱۴۰۰ل): په سمنګان ولايت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی، د معلم عطا محمد نور نږدې ملګری قومندان او قومي مشر محمد اصف نبي جان له خپلو ۲۵۰ وسله‌والو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.

د ذاکر الله په نوم د سمنګان يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې قومندان محمد اصف نبي جان په تېرو کلونو کې د ولسي جرګې غړی و، د عطا نور نږدې ملګری، په سيمه کې د قوي نفوذ څښتن دی او له تېرو څو کلونو راهيسې له طالبانو سره ډېرې جګړې کړي دي.

د ذاکرالله په وينا نبي جان د ولايت مرکز ته څېرمه د دره زندان سيمې اوسېدونکی دی، دا سيمه تېره ورځ طالبانو ونيوله او نوموړی قومندان هم له خپلو ټولو ملګرو سره طالبانو ته تسليم شو.

قومندان نبي جان په داسې حال کې طالبانو ته تسليم شوی، چې طالب جنګياليو تېره ورځ د سمنګان ولايت حضرت سلطان ولسوالۍ ونیوله او د ولايت پر مرکز يې له څلورو خواوو پراخ بریدونه پيل کړي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو د خپلو چټکو پرمختګونو په لړ کې د نميروز، جوزجان، کندوز، سرپل او تخار ولايتونو مرکزونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي دي.

حکومتي چارواکو د طالبانو د وروستيو پرمختګونو پخلی کړی او وايي، چې طالب جنګياليو تېره شپه د بغلان، بلخ او سمنګان ولايتونو پر مرکزونو له ګڼو خواوو بریدونه پيل کړي دي.

طالبان وايي، د دوی جنګيالي د پرمختګ په حال کې دي او يو شمېر مهمې سټراټيژيکې سيمې يې هم لاندې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

دا جمیعتي منافقین باید وپیژنو. کندهار، هلمند، فراه، ارزګان، غزنی یې په هوار کړل، چي نوبت یې د خپل کور راورسیدی نو بیا طالبانو ته ورواوښتی. په دې دنیا به انصاف درسره ونه سی. په هغه دنیا به حساب درسره کوو چي پیغمبر ص به مو لا شفاعت نه کوي او درته وایي به چي ما خو په هغه دنیا کي درته ویلي وه چي چا له موږ سره چل وکړ هغه زموږ څخه نه دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx