
طالبانو د سمنګانو ولایت محبس مات کړی او ښار کې شدیده جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ زمري، ۱۴۰۰ل): له پلخمري او مزارشریف سره همهاله طالبان نن سهار د سمنګانو ولایت مرکز ایبکو ښار ته هم ننوتلي، مرکزي محبس یې مات کړی او د ښار په منځ کې شدیدې نښتې روانې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دره زندان، منګ تاش، لرغان او حسن خیلو په شمول له څلور استقامتونو څخه یې په ایبکو ښار بریدونه پیل کړي او ښار ته ننوتلي دي.
نوموړی زیاتوي، ښار ته له ننوتلو سره سم یې د ولایت عمومي محبس نیولی، د ښار نورو برخو کې یې دولتي عسکر تر جدي څار او سختو بریدونو لاندې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار د بغلان ولایت مرکز پلخمري او د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښارونو باندې هم تهاجمي عملیات پیل کړي او د یادو ښارونو دفاعي کمربندونو له ماتولو وروسته د ښار په حوزو کې له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت دي.
طالبان په داسې مهال په ایبکو، مزارشریف او پلخمري ښارونو خپل تهاجمي عملیات پيلوي، چې تیره ورځ د سرپل، کندوز او تخار ولایتونه هم په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلل.
ددې سربیره د تیرې جمعې په ورځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او د شنبې په ورځ بیا د جوزجان ولایت مرکز شبرغان هم طالبانو نیولي وو.
مکوه طالبه دا بندیان مه خوشی کوی ، خپل ملګری خوشی کری ولی دا نور مه خوشی کوی، په دوی کی غله قاتلان ظالمان او نور واقعی مجرمین شته دی. نو تاسو ولی هغه ظالمان خوشی کوی؟؟؟؟ طالب په سخت ازمایش کی دی زه فکر نه کوم چی کامیاب دی شی.