افغانستان

د سمنګانو ولایت مرکز هم په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ زمري، ۱۴۰۰ل): له څو ساعته نښتې وروسته طالبان وتوانېدل چې د سمنګانو ولایت مرکز ایبک ښار په بشپړه توګه له دولتي ځواکونو څخه ونیسي.

طالبانو نن د دوشنبې په سهار له څلور استقامتونو (دره زندان، منګ تاش، لرغان او حسن خیلو)څخه د ایبک ښار په دفاعي پوستو بریدونه پیل کړل، چې په ډیر لږ وخت کې یې د ښار دفاعي کمربندونه مات کړل او په ښار کې دننه یې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.

ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو له راتګ څخه وړاندې د سمنګانو د والي محمدداود کلکاني په امر د ولایت له مرکزي محبس څخه ۱۰۰ تنه جنایي بندیان چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، آزاد شوي دي.

سرچینې زیاتوي، د کمربندي پوستو له سقوط وروسته د ولایت نظامي شورا پرېکړه وکړه چې له ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي په خاطر به ښار له جګړې پرته تخیله کوي، ځکه د والي، امنیه قومندان او د ملي امنیت د رئیس په ګډون ټول دولتي چارواکي غرمه مهال له ایبک ښار څخه ووتل او په تعقیب یې طالبانو د ښار انتظامي چارې سمبال کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د سمنګانو ولایت مرکز ایبک ښار، ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت ریاست په ګډون د ټولو دولتي تأسیساتو د نیولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې  حال کې ده چې طالبانو نن سهار د بغلان ولایت مرکز پلخمري او د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښارونو باندې هم تهاجمي عملیات پیل کړي او د یادو ښارونو دفاعي کمربندونو له ماتولو وروسته په مختلو حوزو کې له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت دي.

طالبان په داسې مهال د سمنګانو ولایت مرکز ایبکو ښار باندې خپله ولکه ټینګوي او په مزارشریف او پلخمري ښارونو خپل تهاجمي عملیاتو ته زور ورکوي، چې تیره ورځ د سرپل، کندوز او تخار ولایتونه هم په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلل.

ددې سربیره د تیرې جمعې په ورځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او د شنبې په ورځ بیا د جوزجان ولایت مرکز شبرغان هم طالبانو نیولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
ALLHO AKBAR,  ALLHO AKBAR,  ALLHO AKBAR
ALHAMDO LELLAH
Adam Khan
Who deserves to be the marshal of Afghanistan?
This Talib Muhahid or Dostem.
After entering the Palace of Marshal Soahib Abdul USA Dostem, this Talib is wearing 
Dostem uniform and posing himself to be the Marshal.  I have to say no doubt!
Screenshot.jpg
Adam Khan
A PICTURE IS WORTH A MILLION WORDS
Compare these 2 opponent groups of fighters and figure out that which group
 is a believer and got the highest morale.   Look at their faces and you should
 be able to understan.
068165698.jpg
قیامت دی

طالبه خدای تعالی دی خراب کره همدا درته وایو چی خرابول مه کوی چور مه کوی. همدا اوس خبر شوم نیمروز کی هم زایونه چور شوی دی اوپه هلمند لشکرګاه کی د تذکیرو مرکز هم چور شوی دی. وه طالبه ظالمه فقط یو سو نفره چی چور کوی سر چپه رازورند کری او مست کوتکان ورکری چی توبی په وباسی بیا به تاسو ګوری چی شیان به هرچیری محفوظ وی اما فکر مو وی چی سوک دچور په تهمت قتل نه کری فقط وهل ورکری دا افغانان دی چی خوژ و نه وینی هر سه کوی.


قیامت دی

وه طالبه تاسو کوم انسانان یاست بیله ورانی او زوره جبر او تکبر خخه ایا دحل او منطق لار نه لری. زایونه نیسی زندان کی غله قاتلین خوشی کوی؟ دا ولی؟ یو شرعی دلیل خو ووایاست. دغه چور وال ته خو مظبوطه کوتکان ورکری. که تاسو دوستم عطا لندغر د منزه یور زه مو منم

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx