افغانستان

په سویل کې د ایساف دوه عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا(جمعه،زمري۳مه،۱۳۹۳ل): نن ټکی اسیا: په کابل کې د ايساف له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د افغانستان په جنوب کې د دوی دوه تنه عسکر وژل شوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دواړه عسکر يې تېره ورځ له طالبانو سره د یوې وسلوالې نښتې پر مهال وژل شوي.

ایساف د خپلې تګلارې په پام کې نیولو سره د پېښې کره ځاى او د سرتېرې هويت نه دى په ډاګه کړی

بل پلو طالبانو ویلي،  چې د پنجشنبې سهار لس بجې د لوګر مرکز ته څیرمه عیسی خیلو سیمه کښې یو امریکايي عسکر د دوی د نظامي کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو پر شوبلې د چاودنې خبر ورکړی.

نوموړی زیاتوي، چې دا چاودنه د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو عسکرو پر زغروال ټانک ترسره شوې.

ښاغلی احمدي په یوه خبر کې وویل، چې په لویديځ کې د هرات پر هوايي ډګر د دوی د برید په پایله کې د ناټو یوه الوتکه له منځه تللې او د پېښي په ترڅ کې د هوايي ډګر څلور تنه کارکوونکي هم د برید له کبله د را منځته شوې اورلګېدنې په پایله کې وژل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د ناټو له لورې د خپرو شویو شمېرو له مخې په جنوب کې د دوی د دغو دوو عسکرو په وژل کېدا سره، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو وژل شویو عسکرو شمیره  ۵۳ تنو ته لوړه شوې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x