روغتیا

فرانسې افغانستان سره د استرازينيکا واکسينو ۱۴۴ زره دوزه مرسته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې فرانسې هېواد افغانستان سره د کرونا پر ضد د استرازينيکا واکسينو ۱۴۴ زره دوزه مرسته کړې چې په کابل کې ياد وزارت ته سپارل شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت په وينا د کرونا واکسينو دغه جوپه به هغو کسانو ته لګول کيږي چې د استرازينيکا يو دوز يې لګولی او د واکسينو د نه شتون له کبله له دوهم دوز څخه پاتې وو.

د فرانسې هېواد له لوري د واکسينو مرسته د کوواکس بهير له لارې شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت وړمه ورځ ويلي وو چې تر دې دمه په هېواد کې نږدې ۲ مليونه کسان واکسين شوي، او اوس هم د استرازينيکا او جانسن ايند جانسن واکسينو ۵ مليونه دوزه لري.

د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې سختو جګړو او ناسم امنيتي وضعيت د کرونا واکسينو بهير سوکه او له خنډ سره مخ کړی دی چې يوازې په مرکزي ښارونو کې دغه پروسه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x