افغانستان

اشرف غني‌ له افغان سیاسیونو سره د هیواد د امنیتي‌ وضعیت په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸زمري، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې څه باندې دوه سوه ولسوالۍ او د پنځو ولایتونو مرکزونه د حکومت له واکه وتلي دي، د کابل حکومت مشر‌ «اشرف غني» په ارګ کې له افغان سیاسیونو سره لیدلي‌ او د امنیتی‌ وضعیت په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په خپرو شویو خبرپاڼو کې ویل شوي، چې غني نن په امنیتي‌ او سیاسي برخه کې له خپل سلاکار «محمد محقق»، د پخلاینې عالي شورا له مرستیال «اکرم خپلواک»، د ولسمشرۍ ماڼۍ له پخواني لومړي‌ مرستیال «یونس قانوني» او د ملي‌ انسجام د ګوند له مشر «صادق مدبر» سره لیدلي‌ او د نظام د ملاتړ او د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه ورسره غږېدلی.

د خبرپاڼو په بنسټ، په دې لیدنو کې یادو شویو سیاسیونو له جمهوري نظام،‌ دولتي‌ عسکرو او شل کلنو لاسته راړونو خپل ملاتړ اعلان کړی او له حکومت سره د همکارۍ د دوام ژمنه یې کړې.

دغه لیدنې داسې مهال دي، چې حکومت د دووه سوه ولسوالیو تر بایللو وروسته په تېرو دریو ورځو کې د پنځو ولایتونو پر مرکزونو هم حاکمیت بایللی دی او طالبان ورباندې واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx