
د ولایتونو ازادي؛ یو مهم پیغام
طارق بدر
که د مبارزې پیل ته وګورئ، نو ډېری هغه مخور چې ما په یوه بله لیکنه «د طالبانو کابلي مشاورین» کې ورته اشاره کړې وه، هم په دې کتار کې راتلل چې د سرښندویانو مشهورو مشرانو ته به د هغوی پټنځایونو ته ورتلل او دې ته به يې رابلل، چې له امریکا سره ډغره له غره سره سر وهل دي، چې پایله به یې اعصاب خرابي یا د سر ماتېدل وي بس!
خو ولی الله حضرت امیرالمؤمین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هماغه وخت پر رب العلمین داسې باور درلود، چې ناټو به تښتي، امریکا به ماتېږي او دلته به بېرته مسلمانان واکمنېږي؛ د بې بې سې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا ماتې ته کوم تیاری لرئ؟
هغه رحمه الله یوازې دومره وفرمایل: لکه څنګه چې يې اوس راتګ وینئ، دغسې به يې د تګ ننداره کوئ، لکه اوس چې د لیست په سر کې دغسې به و د لیست پای ته را لوېژي!
دا خبرې؛ هغه وخت روڼ اندو؟ تقریباً له لافو سره برابرې بللې، خو د چا چې پر رب ایمان وي، نو د رب پر ازموینه، مرسته او ربوبیت يې هم باور وي، چې د امریکا يي شور په نارو کې دا باور د ډېرو له زړونو وتوږل شو او د لوی ولی الله رحمه الله خبرې يې تر درک پورته وې!
کله چې د امارت سرښندویان د ګوندي پاټکي انساني سپیو پر وړاندې را پاڅېدل نو يې ګام پر ګام حتی ورځ په ورځ ولایات فتحه کول او د ولس دروند هرکلی، د دوی بې شانه سرښندنې او د لوی رب کامل نصرت په خورا کم زماني واټن کې ان تر مرکزه ورسول؛ هغه وخت هم د باور څښتنانو دا الهي مرسته، سیاسي نظریاتو ځپلو پردی لاس او عام ولس بیا پراخ الهي رحمت باله.
اوس چې بیا دغه سرښندویان د خپلو هډونو په بدل کې پر ولس د ازادۍ نعمت پېرزو کوي، په څو ورځو کې د شپږو ولایاتو تر ازادۍ رسېږي، زړې تبصرې ورسره تکرارېږي، مخالفین يې پردی لاس، خو ولس يې د اشغال تر سیوري لاندې د شکنجو، عذابونو او غلامۍ د ځنځيرونو په موده کې قبوله شوې توبه او الهی رحمت بولي!
څو ورځې وړاندې زموږ یو مشر ګواښ کړی و، چې که وغواړي څو اوونيو کې ټول هېواد ازادولی شي، نو ځينو ته دا ګواښ د دوی تر وړتیا پورته ښکارېده؛ خو دې څو ورځو ثابته کړه چې زموږ مشر رښتیا ویل او که د ولسي تلفاتو او عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي احتیاط نه وای، نو لا هم ګڼ فدایان نوبت ته په انتظار ولاړ دي!
د ولایتونو دې بېړنۍ پرلپسې ازادۍ سره دا مهم پیغام نغښتی، چې دغه سرښندویان د ولس له منځه او د ولس پر مټو يې دا شل کاله مبارزه روانه ساتله، د دې تر څنګ دا پیغام هم لري چې د ملت دا خواخوږي که د مقابل لوري په څېر اقدامات وکړي نو ښايي ښارونه په کنډوالو بدل شي، خو بې له مبالغې په ورځ کې ځان تر پلازمېنې رسولی شي، اما دوی د ملت د مشرانو پر حیث د دې ملت راتلونکې سنجوي، تر خپله وسه هڅه کوي چې بې له کومې مرمۍ ولایات تر واک لاندې راولي او سپین محمد بیرغ پرې رپاند کړي!
ګڼ محاصره ولایتونه د دې ښه ثبوتونه دي، خو مخالفین يې په خورا سپين سترګۍ د جګړې په پيل کې هم نه؛ بلکې له ازادۍ وروسته ښارونه بمباروي چې ولس زیانمن او د خپلو سرښندویانو پر وړاندې کرکې ته اړ کړي، خو
دې ولس رودلی له شیدو سره ایمان دی!