شعـــــرونه

زعامت می رانه ورک شو- عمري

«»

توره شپه کی راڼه ستوری رانه ورک شو
سپین سهار کی د کورلوری رانه ورک شو

ډیر مزل می کړی و ستړی ستومان وم
په مزله کی هر یو لوری رانه ورک شو

ما دســـر په بیه یار ته یار ویلــــــــی
خو دایار په یارانه کی رانه ورک شو

زه ساده یو کلیوال مظلوم افغان وم
زما ژوند په محله کی رانه ورک شو

له کلونوانقلاب ځپلی ځوان وم
خپل مسیرمی په  قبله کی رانه ورک شو

بی سر پوښه او بی مشره له کلونو
هر یو دوست می په دیره   کی رانه ورک شو

اوازه شوه چه زعیم مو ټاکل کیږی
خبرنه وم په لحظه کی رانه ورک شو

هر یو کس کړی د زعیم لپاره منډی
دازعیم مو په پرده کی رانه ورک شو

دا ارمان می وه په زړه له ډیره وخته
خو ارمان می په سینه کی رانه ورک شو

ماویل چه نور به ټول افغانان یوشی
دا وحدت می په  شمله کی رانه ورک شو

آ بچی د میرویس خان اواحمدشاه هم
یوله بله په قصه کی رانه  ورک شو

چه میدان د زعامت ته یی  رادانګله
هغه یارمی په پنجره کی رانه ورک شو

راته پاته په نامه تش مشران شول
ګل مشران می مقبره کی رانه ورک شو

نن چی چا دمشری دعوی کولی
د جان کیری په ولجه کی رانه ورک شو

(عمری ) هم له یارانو شوم زړه توری
هریو یارمی په شیبه کی رانه ورک شو

۱۳۹۳-۵-۱

انجنیر عبدالحق عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x