افغانستان

قطر ته د ډاکټر عبدالله سفر وځنډېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸زمري، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې وه، چې د کابل حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماښام د يوه پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي او هلته به د افغان سولې په تړاو په دوو ناستو کې ګډون وکړي، خو وروستي معلومات ښيي، چې د نوموړي دغه سفر ځنډول شوی دی.

د ملي پخلاينې عالي شورا وياند فريدون خوځون وايي، د ښاغلي عبدالله سفر د ناڅرګندو دلايلو له امله ځنډول شوی دی.

ښاغلي خوځون زياته کړې، چې د ډاکټر عبدالله سفر د يو لړ ستونزو له امله ځنډول شوی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي رکړي.

د پخلاينې عالي شورا وياند ويلي، د سولې په تړاو سفرونه او ناستې يو لړ ستونزې او مشکلات لري، له همدې امله دا سفر ځنډول شوی او ښايي، چې ښاغلی عبدالله سبا ته دوحې ته لاړ شي.

عبدالله او ورسره مل پلاوي په داسې حال کې دوحې د سفر موزې په پښو کړي، چې د افغانستان سولې بهير تر ډېره په ټپه ولاړ دی او د هېواد په ګڼو برخو کې طالبان د چټک پرمختګ په حال کې دي.

له تېرو نږدې درې مياشتو راهيسې طالبانو د هېواد په ګڼو برخو کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي او له شل زرو زيات پوځيان او پوليسو ته ورته تسليم شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو د خپلو چټکو پرمختګونو په لړ کې د نميروز، جوزجان، کندوز، سرپل او تخار ولايتونو مرکزونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي دي.

حکومتي چارواکو د طالبانو د وروستيو پرمختګونو پخلی کړی او وايي، چې طالب جنګياليو تېره شپه د بغلان، بلخ او سمنګان ولايتونو پر مرکزونو له ګڼو خواوو بریدونه پيل کړي دي.
طالبان وايي، د دوی جنګيالي د پرمختګ په حال کې دي او يو شمېر مهمې سټراټيژيکې سيمې يې هم لاندې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Farhad

ده ولت ښی چی طالب ##ه ،خاریجی پاکستانی ## بی رحمه تروریستی ډله ده. او هیڅ انسانی، افغانی ملی ارزشتونوته قائل نده. طالب صلحه نه غواړی. نو سوال دادی چی امریکا ولی ده یوی نړوالی تروریستی ډلی سره چی هیڅ هیوادیی په رسمیت نه پیژنی او نه یی څوک تضمین کولی شی اعتباروکړاو صلحی ته سره ورسیدل؟ اوبیا دولت څنګه ده یوی تروریستی ## پاکستانی پ# ډلی سره صلحی ته کینی اوده افغانستان واک ورسره شریکوی ؟ دا خو ملی خیانت دی. او که طالب افغان ملت وی په دین او وطن مین سپیڅلی خلق وی.نو بیا ولی تاسو ده کفری سیکولر،غربی نظام ده… نور لوستل »

قیامت دی

وه وروره امرکی ته خپلی ګتی مهمی دی هغه ستا ملت طالب نه دی ورته مهم. امریکا په خپل قول عمل نه کوی تاسو ګوری چی همدا اوس پر د طالب په بهانه بی ۵۲ الوتکی بمبار نه کوی. امریکا دلته چین روس او ایران ته هسی مرداری جوروی طالب یوه بهانه دی. که د سبا قطر او پاکستان ته ووایی چی دطالبانو کورونه او دوی بندیان کری ایا طالب به حرکت وکری؟؟؟

Pattang

فرهاد جانه ډېر دالر مو غلا کړل ، په ځای ددې چې ابادي راولۍ، غلا ، چور او رشوت ته مؤملا وتړله په ځای دې دې چې کابل اباد کړۍ دوبۍ مو اباده کړه ، په ځای ددې چې مسجد ته لاړ شی مردګاو خانوته مو مخه شوه ! نو ستاسو اخلاقي مریضانو سره بله لاره نشته او هغه دادی چې طالب جان د اخلاقو پيچکاري درکړي ! بل داچې تاسو هروخت پاکستان ياده وۍ نو تاسو په څه دالري مرض اخته یاست چې له ځانه دفاع نشۍ کولی ! د طالب تړل له تروریستي ډلې سره د غلو ،… نور لوستل »

فرهاد

آشنا مطلب می داوو چی طالب پاکستانی، خاریجی، پردی تروریستی ډله نده. طالب ده مظلوم مسلمان افغان ملت آوازدی چی ده خپل دین ، وطن، ناموس استقلال لپاره سراومال قربانوی. امریکا پدی پوه شوه چی ده ملت سره په جنګ کښوتی ده ځکه صلحی ته کیناسته. خو زمونږه سیکولران ، مرتدین ، فاصد، ده تبعیز کرکی او کینی نه ډک روانی مریضان لکه امرالله صالح او اشرف غنی په ظلم اوناروکی ده دی غټو کفری امپراتورو ظالمو قدرتونه نه هم په بی رحمی ناروا ظلم کی مخکی دی. نوتاپه ماراباندی کړه

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx