نظــر

طالبان را روان دي . . .

قاري حبیب

د افغانستان په سطحه د نن ورځې تر ټولو ستر او مهم واقعیت دا دی چې طالبان را روان دي. شاید د ځینو خلکو زړه به یې نه مني. هغوی به خبره محاسبې ته اچوي، د عصر تقاضاوو ته به نظر کوي، د زمانې نبض به مهم بولي او وایي به چې اوسنی عصر د بي دینۍ د اوج عصر دی، طالب د دین حاکمیت غواړي او دا امکان نه لري چې طالبان دې په دې عصر کې سوچه دیني حاکمیت رامنځته کړای شي. ځکه د دنیا په هیڅ کونج کې په دیني اصولو ولاړ حکومت شتون نه لري. دنیا د سیکولرزم فکر اشغال کړې ده او په داسې سیکولره دنیا کې د الهي حاکمیت او شرعي قانون پیاده کول یو ناشونی کار دی.

موږ د طالبانو دغسې مخالفینو ته وایو، چې که ستاسو زړه یې مني یا نه، اما واقعیت همدا دی، د تقدیر فیصله همداسې ښکاري او که یې د همدې سیکولرانو په خپله اصطلاح ور تفهیم کړو نو ستاسو په اصطلاح د زمانې جبر هم دا دی چې طالبان راتلونکي دي.

طالبان ځکه راتلونکي دي، چې تاسو لږ  دې نږدې تاریخ ته وګورئ، ټوله دنیا د طالبانو د ختمولو لپاره سره یو موټی شوه، د ناټو او امریکا په مشرۍ یې د سیمې د هیوادونو په ملتیا په افغانستان یرغل وکړ، قسماقسم وسلې، تبلیغاتي شبکې، استخباراتي حربې او په ټریلیونونو ډالر یې شل کاله د دې لپاره وکارول چې طالبان له منځه یوسي. اما دا چې الهي تقدیر د طالب د ختمیدلو فیصله نه وه کړې، بالاخره ټول کفري طاقتونه په دې ارمان کې نامراده شول.

موږ ولیدل چې ناټو او امریکا شکست وخوړ، هغوی تسلیم کړه چې طالبان هغې ونې ته ورته دي چې ريښې یې خورا ژورې، مضبوطې او نه وچیدونکي دي. که په هغوی هر ډول وسلې او حربې استعمال شي، بیا هم د بمونو او بمبارونو له امباره سر راپورته کوي. مقاومت ته دوام ورکوي او د غلیم په وړاندې خپل ژوند او پایښت په اثبات رسوي.

د طالبانو د دې نه ماتیدونکي خصلت او پایښت له اثبات وروسته ټوله نړۍ دې نتیجې ته ورسیدله چې د طالب حذف ناشونی دی. دې نتیجې ته له رسیدو وروسته د طالب ټولو خارجي دښمنانو خپلې پالیسۍ بدلې کړې. امریکا د جنګ پر ځای د خبرو لاره ونیوه. د سیمې او ګاونډ هیوادونو پخوانۍ د تقابل پالیسي له طالبانو سره د مثبت تعامل په پالیسي بدله کړه. د طالبانو خلاف یو اړخیز جنګ او بد تبلیغات یې پریښودل. سیاسي روابط یې ورسره قائم کړل او هغوی ته یې د افغانستان د راتلونکو واکمنو په حیث سیاسي توجه وکړه.

د نړیوالو او منطقوي ځواکونو په مواقفو کې دغه تغیر هسې تصادفي او د مهربانۍ له مخې نه و. معلومه خبره ده چې په سیاست کې مهرباني او عاطفه ځای نه لري، بلکې هر څوک خپلې ګټې سنجوي. دغه بهرني اړخونه هم بالاخره دې نتیجې ته ورسیدل چې له طالب سره دښمني بې ځایه او بې ګټې ده،  طالب نه ماتیدونکی ځواک دی نو ښه دا ده چې د تعامل لار ورسره ونیول شی.

اما په داخلي کچه لا هم ځیني خلک شته چې د طالبانو ختمیدلو ته خیالي ضرب الاجلونه ټاکي. اشرف غني وایي په شپږ میاشتې کې طالبان ختموم، نور ټامیان او جارچیان یې هم د طالب د پوپناه کولو ارماني سریندې غږوي.

اما موږ دوی ته وایو چې که په طبیعت مو جوړیږي یا نه، پرې خوښ یاست یا پرې خپه، د تقدیر فیصله همداسې ښکاري چې طالبان راتلونکي دي. د عقل، منطق او محاسبې ټولو فیصله همدا ده چې د طالبانو د راتګ مقدمات بشپړ شوي دي. طالب ځکه راځي چې د طالب د راتګ په مخکې لوی خنډ بهرني اشغالګر و. طالب په هیواد دننه کوم د پام وړ دښمن او مانع نه درلود. ۲۵ کاله پخوا یې لا د افغانستان اکثره برخه تر خپل واک لاندې راوستې وه او داخلي سیالان یې ټول د منازعې له ډګره پسې اخیستي و.

نو اوس چې بهرني اشغالګر هم د طالب د حذفولو له فکر نه واوښتل، له هیواده په تیښته دي او د تقابل پر ځای له طالبان سره د تعامل پالیسي یې خپله کړې، نو معلومه شوه چې د طالبانو په وړاندې اساسي خنډ له منځه تللی. په داخلي کچه خو بل خنډ پاته نه دی. د دې ټولو مقدماتو معنی همدا ده چې طالبان را روان دي او حتما راځي.

نو چې طالبان راځي، دغو داخلي حاسدینو ته چې لا هم د طالب د ورکې خیال پلوونه وهي، وایو چې په ژوند کې کله کله په سړي داسې حوادث هم تحمیلیږي چې د سړي په مزاج برابر نه وي. د طالبانو راتګ ستاسو لپاره یوه همداسې حادثه ده. د دغسې حوادثو په وخت کې سړی له تقدیر سره ککرۍ نه جنګوي. هیڅوک د حالاتو د توپان په وړاندې نه شي دریدلی. په دغسې حالات کې به سړی زغم کوي. د حالاتو تګلوری به مني، ځکه سرزوري تر ګټه تاوان ډیر لري.

نو هغوی چې لا هم د طالبانو په راتګ باور نه لري، ورته وایو چې که ژاړئ یا خاندئ واقعیت او حقیقت یوازې همدا دی، دا چې ومو ویل. نو ښه دا ده چې سترګې خلاصې کړئ. د افسانو او خیالونو له جهانه راووځئ، واقعیتونه تسلیم کړئ، د طالبانو راتګ هغه راختونکي لمر ته ورته دی چې هیڅوک د سترګو په پټولو ترې د انکار جرئت نه شي کولای او که انکار وکړي هم څوک یې ورسره نه مني او نه د لمر په ځلا کې کوم تغیر راوستلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الله تعالی دې زمونږ وطن په یوه کلک اسلامي نظام او شرعي قانون ونازوي . الله تعالی دې دا کفار او دهغوی هم مفکره انډیوالانو له فتنو څخه دا وطن محفوظ او سالم وګرځوي . الله تعالی دې دغو احساساتي او کم علم کسانو ته پوهه ورنصیب کړي کوم چې د ناپوهۍ له وجې بې ګټې نا پسنده مضامین لیکي . لکه چې وایي —»( طالب نه ماتیدونکی ځواک دی نو ښه دا ده چې د تعامل لار ورسره ونیول شی )«—- روسان هم ویل چې نه ماتیدونکي قوت یو ، ناټو هم دا نغارې ډنګولې خو دغرور کاسه یې… نور لوستل »

قیامت دی

په کل کی دی دعا خدای تعالی قبوله کری چی داسی نظام راشی چی خدای تعالی ته قبول وی. خو دطالب خخه یی توقع د داسی نظام نشته زکه دوی ازمویل شوی دی بله داچی دا یو پاکستانی جور شوی تحریک دی پلان د هغوی دی نو سنګه ددی ملت ته وفادار وی؟؟ اما که خدای تعالی یی ددوی په واسطه اسلامی نظام راولی په سر او سترګو مو قبول دی.

غ.حضرت

پدې واقعیت کی به شک وی یا نه وی چی طالبان را روان دی خو پدې کی شک نسته چی وولس نه دی ور روان ( زور او قدرت هیڅکله د مشروعیت او حقانیت معنی نلری ).

PAttang

اولس به خد ور روان وي ځکه چې هغوی داولس سر په عنعناتي او دیني ډول او دود دي ! د خلق ، پرچم او افغان ملت دې نالت شي د هیچا زامن ندي خوشې په حرامزادګي او شیطاني کې پرړې ولي !!

قیامت دی

پتنګه!! دا طالبانو ته ووایاست چی کله یو زای ونیسی لکه وحشی عمل مه کوی په پارکو کی د کوچنیانو په تالو او لوبو شیانو کی پورته شکته کیژی ویدیوګانی شته دی سخت پری شرمیژم. ِغته لویه لنګوته چی د کوچنیانو په تالو کی لوبی کوی اوبیا چپه او راسته خبری کوی.

قیامت دی

زه فکر کوم طالب به داسی وزپل شی لکه اخوان المسلمین چی په مصر کی وزپل شو. هلته یوازی جابر او ظالم السیسی وه دلته هر غدار السیسی دی. فضل به یی غوارو موژ امنیت ترقی او اسلامی نظام غوارو چی په هر چا ممکن وی رب دی یی راولی خو فکر نکوم چی طالب سرتمبه دی د دی ظرفیت ولری. والله اعلم

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx