ورزش

شان ټیټ د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۰ل): د استرالیا مشهور چټک توپ اچونکی شان ټیټ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په حیث وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د استرالیا کرکټ لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی شان ټيټ یې د نوي توپ اچونې روزونکي په حیث ټاکلی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې له ډير پخوا د لوبډلې لپاره د چټک توپ اچونکي په لټه کې دي او نشي کولی لوبغاړي ومومي، دوی ددغې بهیر د ښه کولو او د لوبغاړو د لا ښې روزنې لپاره د نړۍ دوهم چټک توپ اچونکی شان ټيټ روزونکی وټاکه.

شان ټيټ به په سمدستي ډول د افغانستان ملي لوبډلې سره د پاکستان پر وړاندې د درې يو ورځنيو سياليو سيريز څخه وړاندې يوځای شي.

۳۸ کلن شان ټیټ د استرالیا لپاره د ۲۰۰۷م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې ښه ثابت شوی و او د خپلې لوبډلې لپاره په اتلولۍ ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوه، هغه په یادو سیالیو کې ۲۳ ویکټې ترلاسه کړې وې.

ټیټ همدا راز د نړۍ یو تر ټولو چټکو توپ اچونکو څخه شمېرل کېږي، نوموړی د نړۍ دوهم چټک توپ اچونکی دی چې له شعیب اختر وروسته حتی د ۱۶۰ کیلو متره پر ساعت چټکتیا سره یې هم توپ اچونه ترسره کړې ده.

شان ټیټ د استرالیا لپاره په ۳۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۶۲، په ۲۱ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۲۸ او په درې ټېسټ لوبو کې پنځه ویکټې ترلاسه کړې دي.

نوموړي له دې مخکې د استرالیا د داخلي لوبو ترڅنګ د نورو هېوادونو په تجارتي لوبو کې هم د روزونکي په حیث دنده ترسره کړې چې اوسمهال د افغانستان ملي لوبډلې سره د توپ اچونې د روزونکي په حیث یو ځای شو.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان ملي لوبډله څو ورځې وروسته د پاکستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیریز په موخه سریلانکا ته سفر کوي. شان ټيټ به هم د افغان ملي لوبډلې سره يوځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx