افغانستان

د طالبانو مرستیال مشر د ښارونو د امنیت د خوندي کولو لپاره جدي احکام صادر کړي/ ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو مرستیال او د نظامي کمېسیون مسئول «مولوي‌ محمد یعقوب مجاهد» د نیول شویو سیمو او ښارونو په تړاو ټولو نظامي‌ مسئولینو ته جدي احکام صادر کړي‌ او هغوی یې امر کړي، چې د ښارونو امنیت ته ټینګه پاملرنه وکړي او د هر ښار له نیول کېدو سمدستي وروسته امنیه قومنداني فعاله کړي.

نن ټکی اسیا ته رسېدلي‌ یوه غږیږ‌ کلیپ کې د طالبانو د مرستیال له لوري والیانو او ساحوي طالب مسئولینو ته جدي امر شوی، چې د هر ښار تر نیول کېدو وروسته د ښار د امنیت لپاره امنیه قومنداني فعاله کړي‌ او یو مشخص شمېر طالب جنګیالي‌ د ښار د نظم او د عامه شتمنیو او ملي‌ تاسیساتو د ساتنې لپاره مؤظف کړي.

یاد کلیپ کې ویل شوي، چې د امنیه قومندانۍ له مسئولینو پرته دې په ښارونو کې شته نور طالب جنګیالي نیول شویو امنیتي‌ مرکزونو ته ولېږدول شوي او که اړتیا وي د جګړې لومړۍ کرښې ته دې واستول شي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد ټولو نظامي‌ مسئولینو ته امر کړی، چې د عامه شتمنیو د خوندیتوب او ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي‌ او د بانکونو او نورو عامه بنسټونو مشرانو او سوداګرو ته ډاډ ورکړي، چې په پوره اطنمان خپل سوداګریز او عامه خدمتونه بیا ځلې پيل کړي.

په دې غږیږ کلیپ کې د حکومتي‌ چارواکو او منسوبینو د شخصي کورونو د امنیت په خوندي‌ کولو ټینګار شوی او ویل شوي، چې هیڅ ډول شخصي اموال او شتمنۍ باید ضایع نکړل شي.

دغه احکام وروسته له هغه صادرېږي، چې طالبان په تېرو څو ورځو کې توانېدلي چې د تخار، جوزجان، سمنګان، کندز، نیمروز او سرپل ولایتونو مرکزونه ونیسي.

دمګړۍ د هلمند، کندهار، بغلان او مزار شریف په ګډون د ځینو نورو ولایتونو مرکزونه هم د طالبانو ترکلکې کلابندۍ لاندې دي او ښایي د حکومت له ولکې وایستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا مرستیال مشر به هم خپل پلار غوندی د علم او پوهی او استقلال او رُڼا او هویت یوه نادره پدیده وی! !!!!!
وای افغان او وطنه! د سختی خواشینۍ سره مخ ئې. چی نړیوال صهیونیزم به لا نوری څه ویراوونکی لوبی په ګنډه کی در ته ساتلی وی؟

جاوید

یاره غ.حضرته!
هغه متل دی چې وایي: که باجوړ نه خورې نو بد خو مه پرې وایه. تر دوستم، عطا-غل، مسعود-خاین ملی، سیاف-غاصب… څخه خو وله که بد وي. خیر! لږ ساده وو خو دا تریخ حقیقت به منې چې نر شخص وو.

قیامت دی

دا جناب د خبرو خخه معلوم دی چی کله یی اومه ده. بس بخت مو همدغه سی دی.

طوطی

غ ته: مرستیال مشر سیاست کړی خو ته ډیر له سیاست څخه لری او متعصب انسان یی. خپل اسلامی اخلاق خلکو ته ښکاره کړه تر څو خلک پوه شی چی تاسی ### یاست. نن سبا طالبان ټولی نړی ته ### معرفی شوی. مشر مرستیال یوه انسانی او اسلامی خبره کړی او ښه خبره یی کړی چی ستاسو #### پری سر نه خلاصیږی.

طوطی

کچیری دوستم هم خپل یو مؤظف کس شبرغان ته واستوی آیا د دوستم قصر او کور به هم هغه ته تسلیم شی؟ ډیری داسی ویل کیږی چی عام طالبان خلک له کورونو څخه را وباسی او بدون د محکمی یی وژنی چی ته دولتی مامور یا ریس، مدیر وې یا صاحبمنصب وی آیا دا به ریښتیا وی که خوسی تبلیغ دی؟ که خوسی تبلیغ وی بیانو دا خلک ولی له نیول شویو ځایو څخه ټول په تیښته دی؟

جاوید

دوستم که خپله ښځه هم ترې پاتې شي وله که کس ورته واستوي ته خو کور یا قصر ښیې.

شاکر افغان

مونږ دلته دا شل کاله د امریکا او غلامانو ظلمونه ولیدل خو تل خرڅ شویو لیکوالانو د دوی په ظلمونو پرده واچوله خو نن پرته له ثبوت او شواهدو په طالب پسې مړي لیکل کیږي چې دا هیڅ انصاف نه دی

طوطی

د لایک یا انلایک پر ځای خپل دلیل را ته ولیکی چی زه هم پوه شم. مننه

Karwan

ګوره ځوانه طوطي خانه،
باور وکړه په ټول شل کاله کي دکابل اداري ددرواغو تبليغ کړي او اوس یي هم ښه زور ورکړي. ددوي يوه خبره هم حقيقت نلري. طالبانو ټولو ته عفوه علان کړي، که چيري دغه خلک له بغاوت نه لاس واخلي! راځي لږ حقيقت ته غاړه کيږدو. نور په بيځايه تبلغاتو دا اداره ځوک نشي ساتلي، ولس پوه ده او هر ځه ويني او قضاوت کوي! نو طوطي وروره په دي بيځايه تبليغاتو مه خطا کيږه. کاروان

سمندر

له څو ورځو راپدیخوا یوه ډیر بده او کرغیړنه خبره ویل کیژي هغه دا چې طالبان په شمال کې د خلکو څخه ځوانې او کونډو شځې بیایي او خپلو عسکرو ته یې په شرعی نکاح ورکوي او طالبان کرام هم دا خبر نه ردوي او نه یې مني.
طالبان باید ډیر ژر ددې کثیفې توطیی پر وړاندې خپل دریځ معلوم کړی او دې خلکو ته چې په فسبوکونو یا نورو رسنیو کې دا خبرې کوی اخطار ورکړی او ددې خبرو ریشتیا او درواغ دې عام ولس ته ووایي.

مننه

ملا جانان

داسي خبره ده ملایعقوبه ځوانه، چي د طالبانو تحریک اوس د افغانستان د ۳۷.۵ ملیونه افغانانو ملکیت او د زرهاوو داوطلبه شهیدانو میراث دی. ډیر بیداره بیداره به نه کیږې. هغه د پخوا وختي نه دي چي په میخانیکي لیسه کي به یو څو ## راټول سي او تا به د درست ملت امیر المومنین کړي. وای بد چي ګرزي بد به پرزي. په تجربه کي تر اوسه # یې. ستا د والد صاحب محترم او ستا تر مابین ډیر سابقه لرونکي رهبران په تحریک کي موجود دي. او بل دا ته چي د امارت په داخلي چوکاټ کي پر… نور لوستل »

عبدالرقیب

افغانان دا ځل یو پیاوړی دولتي نظام غواړی چي بنسټیز سیاسي او اداري اصلاحات ورسره مل وي. اوسنی ړنګیدونکي نظام د ړنګیدو نیمایي علت بې کفایته چارواکي دي او پاته نمایي علت یې د ولسونو د اصلاحي غوښتنو نه عملي کیدل دي. د موقت حکومت تاسیس داړینو اصلاحاتو د پیژندني او عملي کیدني یوه ډیره ښه زمینه وه خو د دواړو خواوو جاه طلبه رهبران د موقت حکومت ضد دي او دا فکر کوي چي یو له بله سره پټ تر میز لاندي تفاهم او د ښکیلو دولتونو د استخباراتو سره معاملې د لاري به روان حالات کنټرول سي خو… نور لوستل »

طوطی

ښه خبره ده کور آباد. طالبانو ته باید دا هم وویل شی چی کوم ځای چی فتح کوی هلته یونیفورم والا پولیس (مردانه او زنانه) مؤظف کړی د خلکو د آګاهی او د عامه خدماتو لپاره چی نړی پوه شی چی طالبان هغه پخوانی ## ندی چی ښځی او خلک به یی په قمچینو وهل. دی کار سره به نظم راشی، نور ولایتونه به بدون له مقاومت څخه د طالبانو شی حتی کابل. لږ مصرف پکار ده نسبت و دی ته چی ډیر خلک مړه شی او تباهی وشی. خلک به بیا مهاجرت نه مجبوره کیږی نه خو دی کار… نور لوستل »

Back to top button
13
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx