لیکنېنظــر

د سولې او جګړې متضاد تعبیرونه باید توحید شي/ دوهمه برخه

عادل عادل
سوله څه ته وایي؟
په بنسټیز ډول سوله داسې یوه اصطلاح او په زړه پورې عمل دی چې ټول خلک او د شخړو متخاصم لوري ورسره توافق لري او د تل لپاره یې خوښوي، ورته هیله من وي، او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه او هاند کوي تر څو یې عملاً تجربه او خپله کړي.

په یوه جګړه ځپلي هېواد کې چېرته چې یو نسل په جګړو کې رالوی او خپل ورځنی ژوند د جګړې له احتمالاتو سره غوټه تېروي، سوله د یوه داسې غولونکي سراب نوم دی چې مادام یې په خوب ویني او د تحقق لپاره یې کوښښ هم کوي اما د ځینو اساسي عواملو او جدي خنډونو په سبب کله هم دې کاذب سراب ته نه شي رسېدلای.

له بل پلوه د افغانستان په نوم داسې یو هېواد چې دوهم نوم یې د امپراتوریو هدیره او تاریخ یې له یرغلګرو سره د ګټونکو جګړو او اتلولیو شاهدي ورکوي او په خپله حافظه کې په لسګونو داسې اتلان لري چې تحمیل شوې جګړې یې د سرونو په نذرانه او د تورې په مټ ګټلې دي، د سولې اصطلاح پکې له ابزاري وسیلې پرته کمزوری حقیقي تصویر لري.

د پورته تاریخي پس منظر په رڼا کې افغانان په عامه توګه د شخړو په حل کې په جګړه تکیه کوي او هدف ته د رسېدو یوازینۍ او لنډه لار یې ګڼي په همدې سبب زمونږ په ټولنه کې له سولې څخه یو ډول وېره موجوده ده ځکه چې سوله د تاریخ په اوږدو کې د افغان شموله شخړو په حل کې له ابزاري وسیلې او خدعې پرته اصلاً نه ده تجربه شوې، سره لدې چې دودیزو وړو او لویو جرګو زمونږ د تاریخ په اوږدو کې د ولسونو تر منځ د رامنځ ته شوو شخړو په حل او فصل کې ټاکونکی رول لوبولی دی.

نو په داسې یوه ټولنه کې د متخاصمو اطرافو په منځ کې ذیصلاحیته چارواکو او د دوی اړونده پلویانو ته د سولې حقیقي تعریف او استفهام ډېر ستونزمن، پېچلی او دروند کار غواړي چې په لنډ او اوږد مهال کې عامه پوهاوی او فکري تنویر ته اړتیا لري تر څو په دې توګه د جګړې رنګ پیکه او د ټولنې د وګړو تر منځ د سولې او تفاهم ژبه ځای ونیسي.

د پورته حقایقو په رڼا کې ویلی شو چې په افغاني ټولنه کې خلک د شخړو لنډه حللاره په وسلواله برلاسۍ کې لټوي چې پایښت یې له بده مرغه لنډمهاله وي، هغه داسې چې شخړې ظاهراً پای مومي اما په حقیقت کې د بل ناورین د زېږولو رول لوبوي.

همدا دلیل دی چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې هرې وړې یا لویې وسلوالې برلاسۍ او بریا د نسبي نظم له خپلولو سره هېواد له یوه بل ناورین او بین الافغاني خصومت سره لاس او ګرېوان کړی دی.

د مثال په ډول په تېر څلوېښت کلن تاریخ کې سوله په خورا غلط تعبیر سره د مخالف لوري د شاتګ، ماتې، تعقیب، توقیف، شکنجې او بالاخره فزیکي محوې کولو په نوم تبلیغ او تجربه شوې ده او دا لړۍ په تاسف سره تر اوسه هم په درز کې روانه ده.

د تېرو څلوېښتو کلونو یرغل او تپل شوو جګړو ثابته کړې چې د سولې تر نامه لاندې شوری ګانې، طرحې او ایډیالوژۍ ټولې د یرغل د غزولو لپاره یوه غولونکې او تر ټولو غلطه وسیله وه.

له بده مرغه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل تر سیوري لاندې د سولې په نوم غولونکي شعار زموږ هېواد له یوه بل شل کلن ناورین سره مخ کړ او له یادې سپېڅلې اصطلاح څخه غلطې استفادې د حکومت او متخاصمواطرافو تر منځ نه رغېدونکې شدیده بې باوري رامنځ ته کړه او ریښتونې سولې ته یې د رسېدو لارې چارې مزیدې پېچلې او سختې کړې.

د امریکایانو د یرغل په مټ د کرزي او فاسدو چارواکو د نصب، زرعې او تپلو پروسه د سولې تر شعارونو لاندې پر مخ ولاړه، تپلی او لاسپوڅی حکومت یې د سولې د حکومت په نوم ونوماوه او په دې توګه یې د ټولنې په منځ کې د پام وړ یوه لویه کتله خلک وغولول، د یرغلګرو په ګټه یې مناسب چاپېریال برابر کړ.

په تېره شل کلنه موده کې د سولې نوم د یو تر ټولو لوی او غولونکي مفهوم او تعبیر په توګه وکارول شو او لا هم کاریږي کوم چې بین الافغاني باور ته یې نه جبرانیدونکی زیان اړولی او بیا رغول یې ډېر وخت، هڅو او قربانیو ته اړتیا لري.

د کرزي او غني د سولې حکومتونه ددې پوښتنې ځواب نلري چې دوی د کوم قرارداد یا تړون له مخې خپل حکومتونه د سولې د حکومت په نوم یادوي، ایا د متخاصمو اطرافو تر منځ داسې تړون، کړنلاره او قرارداد وجود لري تر څو یې له مخې په هېواد کې د جګړو ناورین ته د تل لپاره د پای ټکی ایښودل شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې امریکایان او د دوی تحت الحمایه حکومت یې ځواب نلري.

دلته سوله د سولې په شعار سره نه راځي او نه هم د سولې شعار د سولې پروسې ته پیاوړتیا بښلی شي نو له همدې ځایه ده چې د سولې حقیقي مفهوم زمونږ په هېواد کې سر خوړلی دی او عام ولس دا څلوېښت کاله په ویښو سترګو د سولې محال خوبونه ویني او لاهم یوه سوله يیز چاپېریال ته بې صبرانه سترګې په لاره دي.

د سولې لپاره“باور”یو له بنسټیزو اړتیاوو څخه دی او باور داسې مثال لري لکه د کور د جوړولو لپاره د ځمکې شتون، د ځمکې په نه شتون کې د کور جوړول محض یو خوب او خیال دی چې کله هم حقیقت ته نه رسي.

له همدې ځایه ده چې د باور په نشتون کې متخاصم اطراف او عامه ذهنیت د سولې او جګړې په تفکیک کې پاتې راغلي او سوله د جګړې په څېر د دوه مترادفو مفاهیمو رنګ خپل کړی او بالاخره له یوه تیاره او نامالوم برخلیک سره مخ ده.

په دې اساس د ټولو اطرافو شریک او علی السویه مسؤلیت دی تر څو د باور جوړولو لپاره جدي پاملرنه وکړي او په دې لاره کې مسؤلانه کوښښونه په کار واچوي.

دا یو تر لمر روښانه حقیقت دی چې د کابل لاسپوڅې ادارې لپاره په تېرو شلو کلونو کې سوله یو تر ټولو لویه اقتصادي منبع او سیاسي کار او بار وو چې لا تر اوسه هم د یوې عایداتي منبع په توګه کارول کیژي او د جګړې د اختتام پر ځای د اقتصادي ګټو او امتیاز په معنی تعبیریږي.

د کابل لاسپوڅې اداره د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې سیاسي کړۍ او افراد د سولې په کمیسیونو کې په داخلولو باندې نازولي او د اقتصادی فرصتونو او چکرونو چاپېریال یې ورته برابر کړی دی. هره سوله يیزه غونده ،مدني حرکت او فعالیت یې د سولې لپاره نه بلکې د خپلو ګټو او خپلو سیاحتونو لپاره مهندسي کړی دی. له بده مرغه دا ذهنیت لا تر اوسه هم حاکم دی خو سره لدې هم ولس په رڼو سترګو لا هم د سولې په نوم دغې کاذبې پدیدې ته شپه او ورځ سترګې په لار دي او له ناچارۍ په همدط غلطه لاره تګ ورته مطلوب منزل ته د رسیدو لاره ښکاري.

د سولې له ابزاري استفادې څخه خړوبیدونکي حاکم ذهنیت چې د امریکا د مزدورو رسنیو او لاسپوڅې ادارې له خوا په پوره قوت دا شل کاله مهندسي او تبلیغ شوی دی د ټولنې په منځ کې په یوه لوی سرخوږي بدل شوی چې له مخې یې خلک په تېره بیا ځوان او ښاري کهول د سولې په حقیقي مفهوم او معنی باندې اصلاً نه پوهیږي، دا ډله ړانده او اغوا وګړي په ظاهر کې د نړیوال رسمیت لرونکي لوري ته د سولې د متصدي او صاحب امتیاز په سترګه ګوري، هر غلط او خیانت ته یې تو جیهات تراشي، مخالفین او په دوی باندې نقاد اشخاص او جهتونه په تر ټولو بد ډول ښکنځي، تر پوچو افترااتو لاندې یې نیسي او بالاخره یې په مرګ او محوه محکوموي.

د سولې د سم تعبیر او اوسني تپل شوي ذهنیت د بیا رغونې لپاره نه ستړی کېدونکو هڅو او مبارزې ته اړتیا ده تر څو د ټولنې غړي په تېره بیا ځوان کهول په کور، جومات، مجازي نړی، کاري چاپېریال او ټولنه کې داسې تربیه او تنویر شي چې له خپل مخالف شخص، ډلې او اطرافو سره په تسامح ولاړ د همزیستۍ او ګډ سیاسي او ټولنیز ژوند تېرولو وړتیا پیدا کړي.

دا ذهنیت چې پدې هېواد کې به سیاسي قدرت یوازې او یوازې یو ټولی او د یوې قومي کتلې په لاس کې وي او حتی نورو ته به د محض ژوند کولو حق هم نه ورکول کیژي، باید د ابد لپاره له منځه ولاړ شي.

تل پاتې سوله په لاندینیو دریو بنسټیزو مفاهیمو باندې ولاړه ده:

1. خپلواکي:
د پردیو تر پټ او ښکاره ژغ، فشار او فرمایش لاندې سوله نشي راتلای، بلکه داسې شرایط باید رامنځ ته شي تر څو هر وګړی او د ولس استازی په خپلو پرېکړو کې د بشپړې خپلواکۍ خاوند واوسي او په نتېجه کې یو خپلواک ملي اسلامي حکومت رامنځ ته کړي.

2. امنیت او مصوونیت:
د امن او مصوونیت له مزایاوو څخه باید ټول افغانان د هېواد په هر ګوډ کې برخمن واوسي. د ژبې پر ځای د ټوپک شپېلۍ ونه کاریږي او د هر چا سر او مال په امن وي. د ټولنې د ټولو وګړو حرمت تضمین او له هر ډول ګواښ څخه په امان وي تر څو خلک یو له بل سره څنګ په څنګ هوسا ژوند ولري.

3. عدالت
د ظلم، تیري، تعقیب، توقیف، تعذیب، زندان، مرګ، بمبارد، فساد، رشوت، غلا، غصب، اخلاقي انحطاط، افترأ، پوچو او پرېوتو تبلیغاتي پروژو او داسې نورو بدمرغو پدیدو په شتون کې سوله نشي راتلای، د یوه تریخ حقیقت په توګه یادې بدمرغې پدیدې د اشغال تر سیوري لاندې پنځېدلېدي او یوازې د خپلواکۍ په صورت کې د اصلاح او کنټرول وړ دي.زمونږ د هېواد هر وګری، صرف نظر د ژبې، قبیلې او جغرافیې؛ باید په عادلانه توګه ټولو اقتصادي فرصتونو او خدماتو ته لاس رسی ولري تر څو وکولای شي د هېواد په آبادۍ او حکومتولۍ کې د خپلو وړتیاوو له مخې د مشخصو او معرفو ملي منافعو تر سیوري لاندې لازمه برخه واخلي.

نور بیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x