نړۍ

فواد معصوم د عراق د نوي ولسمشر په توګه غوره شو

نن ټکی آسیا(جمعه،زمري۲مه،۱۳۹۳ل): عراقي پارلمان کرد ټبره سیاستوال محمد فواد معصوم د هېواد ولسمشر په توګه وټاکه.

د عراق د پارلمان رئیس سلیم الجبوري د پنجشنبې د ورځې(د ۲۰۱۴ز د جولایي د ۲۴مې نیټې) په غونډه کې ولسمشرۍ ته د ولاړو کاندیدانو لپاره د رایه اچونې له بهیر وروسته پایلې اعلان کړې.

د پایلو له مخې، فواد معصوم له ۲۲۸ مجموعي رایو څخه د ۲۱۱ هغو په خپلولو بریالی شو.

فواد معصوم په پارلمان کې د کردانو د ملي اتحاد غړی دی.

فواد معصوم د جلال طالباني ځای ناستی شو. د طالباني له لیرې کېدا وروسته په پارلمان کې د نوي ولسمشر د ټاکنې پر سر ناندرۍ را ولاړې شوې وې، چې بالآخره تېره ورځ د عراقي کردستان د ملتپالو ګوندونو له غونډې او همغږۍ وروسته د فواد معصوم ټاکل کېدنې ورته د پای ټکی کېښود.

د عراق ولسمشر به راتلونکو پنځلسو ورځو کې له پارلمان څخه د نوي لومړي وزیر د ور پېژندنې غوښتنه وکړي.
د عراق د اوسني قانون له مخې د هېواد درې مهم او لوړ پوسټونه«د پارلمان ریاست، د ولسمشرۍ او صدراعظمي څوکۍ» باید په ترتیت سره یوه سني، یوه شیعه او یوه کرد ته وسپارل شي.

تېره اونۍ د پارلمان غړیو د پارلمان د ریاست لپاره سني مذهبه سلیم الجبوري ته رایې ورکړې.

ویل کېږي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون تېره ورځ په قاهره کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سره د غزې د ناورین په اړه تر اخبرو اترو وروسته د پنجشنبې په ورځ بغداد ته رسېدلی؛ترڅو په دغه هېواد کې د اسلامي دولت له لورې د روان مقاومت او نورو را ولاړ شویو ستونزو په پایله کې د قدرت د را منځته کېدونکې تشي د مخنیوي لپاره له نوري المالکي، د پارلمان له رئیس او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

فواد معصوم څوک دی؟

کُرد ټبره سیاستوال فواد معصوم پر ۱۹۳۸ز کال په اربیل ښار کې زېږېدلی دی. نوموړی دوې لسیزې وړاندې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د واکمنۍ پر مهال د خپلواک کردستان د صدراعظم په توګه هم پاته شوی.

فواد معصوم د جلال طالباني په مشرۍ د کردانو د ملي اتحاد غړی او هغه ته له نږدې کسانو څخه دی. نوموړی له دې وړاندې په پارلمان کې د یاد اتحاد استازی و، دغه اتحاد د عراق په پارلمان کې له ۲۰۰۵ز کال راهیسې ۵۳ څوکۍ لري.

د فواد معصوم په اړه ویل کېږي، چې تر ډېره بریده یوه اکاډمېکه او سیاسي څېره ده او له نورو سره په سیاسي، ټولنیزو اړیکو او راشه درشه کې مخکې دی.

معصوم په ۱۹۵۷ز کال کې له ازهر څخه په اسلامي فلسفه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی.

د ښاغلي معصوم پلار شیخ ملا معصوم د کردستان د علماوو رئیس او یوه مذهبي کس تېر شوی.

د عراق نوی ولسمشر فواد معصوم د کردستان د خپلواک دولت د صدراعظم او د بصرې پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د استاد په توګه دندې ترسره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x