افغانستان

ولسي‌ جرګه: د هیواد پنځه شپېته سلنه ګمرکونه د طالبانو تر واک لاندې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸زمري، ۱۴۰۰ل): د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون وایي، د هیواد پنځه شپېته سلنه ګمرکونه د طالبانو تر واک لاندې دي او هره ورځ تر دوه سوه میلیونه افغانۍ زیات عواید ترې ټولوي.

د ولسي‌ جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون مشر «میر افغان صافی» وايي، چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې شپېته سلنه ګمرکونه او عایداتي نقطې د طالبانو تر واک لاندې دي او په ورځني ډول هره ورځ تر دوه سوه میلیونو افغانیو زیات عواید ترې ټولوي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې د طالبانو لخوا د اووه ګمرکونو څارنه سبب شوې، چې اووه اعشاریه درې میلیارد افغانۍ څلور اعشاریه شپږ میلیارد افغانیو ته راټیټې شي.

ورته مهال مالیې وزارت هم منلې چې پر ځینو ګمرکونو د حکومت واک ختم شوی او عواید په بې ساري‌ ډول کم شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند «محمد رفیع تابع» ویلي « په خواشینۍ، چې مالیې وزارت د اسلام کلا، تورغندۍ،ابو نصر فراهي، سپین بولدک، آی خانم، ډنډپټان او شېرخان سرحدي ګمرکونو کې هڅې نلري، چې له شک پرته دغې ستونزې د حکومت پر عوایدو منفي اغېز کړی دی. مونږ یوازې په غبرګولي میاشت کې اووه اعشاریه درې میلیارد ډالرعواید راټول کړي وه، چې د چنګاښ په میاشت کې د دې عوایدو کچه څلور اعشاریه شپږ میلیارد افغانیو ته ورسېده.»

بل لور ته د ولسي جرګې غړو پر حکومت غږ کړی، چې د ګمرکاتو د نیولو لپاره هڅې چټکې کړي، ځکه ددوی له قوله، پر ګمرکاتو د طالبانو کنټرول د عوایدو د کمښت لامل شوی.

حکومتي عواید داسې مهال په بې ساري‌ ډول کم شوي، چې طالبانو د هیواد څه باندې دوه سوه ولسوالۍ تر خپل حاکمیت لاندې راوستلي او د پنځو ولایتونو پر مرکزونو یې ولکه ټینګه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

دا ولسي چرګه ده که د مالیې وزارت؟ ولسي چرګه به پر دې ږغیدل چي په فلاني ځای کي دولتي خدمت کمي او کیفي نیمګړتیاوي لري یا په فلاني ځای کي ولسي حقوق تر پښو لاندي سوي دي. د کابل ادارې جنوبي افغانستان ټول قتل عام کړ، دوئ د ګمرکي عوایدو غم نیولي دي. دا ټول د اعدام مستحق دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x