افغانستان

قطر د افغان سولې بهير کې د همکارو هېوادونو د درې ورځنۍ ناستې کوربه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹زمري، ۱۴۰۰ل): نن د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان سولې بهیر کې د همکاريو هېوادونو د ځانګړو استازو درې ورځنۍ غوڼده پيليږي.

دغه ناسته به درې ورځې روانه وي، چې د طالب استازو او حکومتي چارواکو سربېره به په کې د افغانستان سولې بهير کې د همکارو او ښکېلو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعيت او سولې ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

تر اوسه په دغه ناسته کې د ګډونوالو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، جرمني، ناټو، ملګرو ملتونو، ايران او پاکستان افغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي ټاکلي او ښايي دغه استازي د قطر په درې ورځنۍ ناسته کې هم ګډون وکړي.

دغه ناسته د قطر په کوربه‌توب او بلنه او د ملګرو ملتونو او امريکا په همکارۍ جوړيږي.

د کابل حکومت د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ به حکومتي پلاوی به په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

له ښاغلي عبدالله سره په دې پلاوي کې د کابل د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سيد سعادت منصور نادري او يو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

طالبانو تر اوسه په دې ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ويلي، خو ځينو سرچينو ويلي، چې ښايي د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني په مشرۍ پلاوی په دې ناسته کې ګډون وکړي.

دا ناسته په داسې حال کې جوړيږي، چې د سولې خبرې تر ډېره پيکه دي او طالبانو د هېواد په لر و بر کې د بې ساري پرمختګونو په لړ کې له سلګونو ولسواليو او پوځي مرکزونو وروسته له تېرو څو ورځو راهيسې د نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار او سمنګان ولايتونو مرکزونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

د دغو ولايتونو د نيولو پر مهال ډېره جګړه نه ده شوې او نه هم دواړو لوريو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx