ټولنیزه برخه

د ژوند ملگري په انتخاب کې دا معيارونه مه هېروئ

نثار یوسف

څه لامل ګرځي چې یوڅوک یو شی خوښ وګڼي ؟ ددې لپاره چې مناسب ځواب لاسته راوړشو راځئ خپله پوښتنه داسې مطرح کړو؟

د جامو د خوښولو لاملونه کوم دي؟ چې په ځان برابرې وي ‌، آرامې، ښې فیشني، او کله یې چې اغوندو خوند ورځینې واخلو چې دا د دې لامل ګرځی چې موږ منا سبې جامې خوښې کړو. همدارنګه مو‌ږ خپلې جامې په خپل بدن باندې له ځان سره هرځای وړویا دا چې زموږ جامې له موږ سره زموږ په بدن باندې دي او دوی زمونږ ‌فزیکي عیبونه او بدن پټوي لکه څنګه چه عاقل الله تعالی فرماییلي دي: هن لباس لکم وانتم لباس لهن (ستاسې میرمنې ستاسې لباس دی او تاسې د هغوی لباس یاست).

دیو کس د خوښ ګڼلولاملونه کوم دي؟ راځئ خپله پوښتنه داسې تکرار کړو: د یو چا عادتونه، ظاهري قیافه (حقیقی او زړه راښکونکې قیافه نه ظاهري زرق و برق)، دخبرو طرز، او فعالیتونه ددي لامل ګرځي چه یو څوک ورسره مینه وکړي او خوښ یې شي او یا خوښ نه شي.

‌‌ډېر خلک د خپل واده د وروسته کولواو ځنډولو لپاره دغه حدیث شریف د یوې بهانې په توګه وړاندې کوي چې فرمایي: ځوانانو! څوک چې له تاسې نه د واده کولو وس لري واده دې وکړي …… نوځکه دوی وایي موږ وس نه لرو. زه له یوه ځوان نه دا پوښتنه کوم چې کله وایي زه وس نه لرم د څه وس نه لرې ؟ د تجمل اونعمت ، د لوړو لګښت لرونکو رخصتیو، د خوندورو رستورانتونو، داسې کور چې اسراف پکې کېږي ،موټر؟ چې دا د حدیث نه غلط فهم دی ،د وس او توان لرلو نه هدف لمړني او ابتدایي وسایل او سهولتونه دي مګرډېرځوانان د ماده پرستۍ د پارامترونو په وړاندې کولوسره ځانونه له واده محروموي.

هغه ښېګڼې چې د الله تعالی خوښې دي چې تاسې یې باید په خپل راتلونکي د ژوند ملګري کې ولټوئ په ډېرساده ډول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم عبدالخیر ته وفرمایل : ته دوه ښيګڼې لرې چې دالله اودهغه دپیغمبرخوښې دي هغه صبراوبردباري ده هغه (عبدالخیر) پوښتنه وکړه آیا دا ښېګڼې د الله له خوا راته ډالۍ شوي او که ما خپله حاصل کړي هغه (صلی الله علیه وسلم) ځواب ورکړ دا صفتونه دالله تعالی له خوا تاته ډالۍ شوي دي. دا ضروري نه ده چې څوک سخي وي اودارایي دې ولرې. حاتم طايي لا دولتمند نه وو چې دهغه سخاوت وده کړې وه. دمکې قریش لا دعربستان ثروتمنده قبيله نه وه چې دوی حاجیانوته میلمستیاوې تیارولې همدارنګه مېړانه (شجاعت) تل د جنګ په ډګر کې نه څرګندېږي هغه په ژوند کې هم ورځ ترورځې تجربه کېدلای شي کله چې یوڅوک د کور له څرموښکئ اویا کوم بل خزنده سره مخامخ شي.

د واده کولو ګټې د یو کس لپاره د دینې سیرت له مخې څه دي؟

۱- مېرمن او خاوند د منظم لمونځ او ذکرله لارې له الله تعالی سره په ارتباط کې دي

۲- مېرمن او خاوند دبې وزلو لاس نيونکي وي اوپوهيږي چې صدقه بلا دفع کوي نوځکه ژوند به یې په امن کې وي.

۳- مېرمن او خاوند دښه سلوک څښتن وي اوهر څوک د ښه سلوک څښتن خوښوي هرڅوک ورته په هرمحفل کې ښه راغلاست وایي

۴- مېرمن او خاوند یوبل له ناوړه کارونو ژغوري او یو د بل غلطي اصلاح کوي

۵- مېرمن او خاوند خپل ځان اصلاح کوي کله چې ګناوې یا غلطۍ په یاد کړي

۶- ميرمن او خاوند یوبل د غیراسلامی فیصلو کولوڅخه د اسلامي معلوماتو په ورکولو څخه ځان ژغوري

۷- مېرمن او خاوند د خپلوماشومانو په اسلامي پالنې سره به خوشحاله شېبې ولري

۸- په واده کولوسره د مېرمنې او خاوند دواړو ایمان تکميلیړي

۹- واده کول دواړو د مېرمنې او خاوند دسکون لامل ګرځي

۱۰- نېک صالح اولاد موراو پلار لپاره جاریه صدقه ګرځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx