نظــر

د ملت لخوا سوله راوستل(نوې لاره)

محمد طاهر ثابت

سوله عادتاً د خبرو اترو له لارې ليدل سوې ده. خو که هغه امکان ونلري نو بيا جنګ د سولې راوستلو لاره بلل سوې ده. مونږه دريمې لارې ته دلته ګورو چې په زيرو سم ګيم باندې ولاړه نه وي. هلته ملت، او متخاصمين ټول ګټونکي وبلل شي. هغه د محلي متوسط او ټيټ رتبه واکدارانو شرطمنه او يا بيشرطه د تسليميدو لاره ده.

د نيمروز ولايت د مشرانو د درناوي په بناء او هلته د ښه بدلون (د ملې شتمنۍ د غلا په استثناء) د نتيجو ليدنه مونږ ته يو نوی پټ زيری راکړ. هغه دا چې د افغانستان سوله کيدای شي د ملت په لاس راسي، نه د رهبرانو، سياستمدارانو او روشنفکرانو په باټو او اوتو بوتو.

ملت مونږ په دې تړاو هغه کسانو ته وايو چې اوس د دولت په منځنۍ او ټيټو رتبو کې کار کوي. دوی محلي تصميم نيونکي دي. والي، قومندانان، مديران او عسکر يا ملي پاڅون وال دي. د دوی تصميم چې که په حقايقو او واقعيتو باندې ولاړ وي نو د نه جنګ تصميم به د سولې د مرغيو لپاره خوندوره دانه وي. مونږ هيله لرو چې افغاني سوله په دې تاريکو شپو کې د دې څراغ په رڼا کې وليدل سي او ترلاسه سي.

د نيمروز، شبرغان، سرپل او کندوز د ولايتونو د بدلون حوادث د کندهار، هرات او لشکرګاه، غزني او تالقانو سره بايد مقايسه کړو او په دې ټولو کې اول څلورو ولايتي حکومتدارانو يا واکمنانو، مامورينو او عسکرو ته سلام وکړو. د کندهار، هلمند او دا نورو ولايتي حکومتدارانو ته د خواشينيۍ او غوسې پيغامونه وروليږو.

د بدل سوي ولايتو نتيجې او د سر زورو او بيرحمه محلي واکمنانو مقاومت د نړۍ او کابل د ليونو هغه خبرې چې وايي سوله په زور نه راځې دروغ وښودله. رښتيا دا سوه چې سوله د واکمنو په نيت او اخلاص په عقل او احساس باندې ولاړه او که د واکمنانو زړه او نيت پاک وي او د هغه په وجود باندې متقابل باور وي نو بيا د نيمروز په ډول بې ټکه سوله راځي.

د نيمروز محلي واکمنانو وښوده چې د کابل د خود خواهانو په تقاضا به خپلو خلکو ته تاوان ورسوي او د دوی په يوه خپل مستقل اسلامي او ملي تصميم به، په زرهاوو انسانان د مرګ او ذلت څخه وژغوري. د شبرغان، کندز او سرپل ولايتو محلي مشرانو که څه هم اول مقاومت کړی دی خو د هغوی د قوماندانو او عسکرو يو ملي احساس بايد بيا هم وستايل سي. هغوی د حالاتو د تحليل له مخې خپله کمزوري درک کړې ده او د هغې له مخې يې د ښارونو د تخليې او يا تسليميدو تصميم نيولی دی. د کابل د مداريانو ژړاوې يوه خوا، همدې محلي واکمنانو رښتيا هم د ځان او ملت د ژغورنې احساس ښکاره کړی او د هغه په اساس بايد ورته د احترام په سترګه وګورو.

په پورته بدل سويو شمالي ولايتو کې دا ويره سته چې جنګ يو وارې بيا ښار ته داخل سي. دا په دې دليل چې ځينې سرټمبه او خود خواهان به په خپله ناکامي خوشاله نه وي. دلته مسؤليت طالبانو ته اوړي. طالبان بايد د ښارونو په نيولو غره نسي.

هغوی بايد خپل تهاجمي حرکت ونه دروي. هغوی بايد د ښار د ادارې او ساتنې لپاره اهل کسان پيدا او په ښار کې يې پريږدي، محلي کارکنانو ته د عادت په شان د کار اجازه ورکړي او جهاديان دې د دفاع او تهاجم دوه قوتونه فعال وساتي. په دې توګه کيداي سي تښتېدلي کسان د بيا حملې توان له لاسه ورکړي او په دې ډول د نيول سوي ولايتونو امنيت تضمين سي. که بيا هم په دوی حملې سختې سي نو بيا بايد جنګ د ښار د باندې تم کړي او کنه د قرار په ځای فرار ښه ده ترڅو بې غرضه خلک له تاوانه وساتل سي.

زمونږ د خواشينۍ پيغام د هلمند او کندهار او يا نورو سرټمبه واکمنانو ته دا ده چې نور د عقل او احساس لاره خپله کړي. د خپلې تباهۍ حقيقت دې د ملت له تباهۍ سره نه يو ځای کوي. هغه پرونې خلک چې له دوی سره همکار وو اوس د وحشي بمباريو په لمبو کې سوځي او د کفر په سلاحو وژل کيږي. له ځانه دې ادمخوران نه جوړوي. بس ده، خپل زور ورته مالوم سو.

د دوی ژوند د څو ورځو ده. اوس هم وخت شته چې تسليم سي او يا د تيښتې لياره له طالبانو وغواړي. دوی د کابل مزدورانو ته اهميت نلري. دوی بايد خپله په خپل ځان، اهل او ملت رحم وکړي. دوی په خپل آزاد او ملي تصميم باندې ولاړه لاره ومني. که دوی دا وکړي نو له ډېر تاريخي شرم څخه به خپل ځان او کورنۍ وژغوري. د دوی دا ناوخته تصميم به د سولې د راتلو په لاره کې بيا هم وختي تصميم وي او په دې ډول به د ګران افغانستان د ملي سولې مرستندويان سي.

د نوي سباوون په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx