افغانستان

دولتي ځواکونو په لوګر کې یوه دیني مدرسه او جومات بمبار کړي/انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پایله کې یوه دیني مدرسه، یو جومات او د خلکو ګڼ کورونه نړولي دي.

د سیمې خلک وايي، تیره شپه د صفریک په نوم کمانډو ځواکونو د برکي برک ولسوالۍ په «شاه صمد» زیارت سیمه کې د چاپې پرمهال د خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي، کورونو ته ور ننوتلي قیمتي توکي یې غلا کړي او خلک یې سخت ترهولي دي.

د خلکو په خبره کمانډو ځواکونو دغه راز د سیمې ۲ اوسېدونکي ټپيان کړي او یو بل یې ځان سره برمته کړی دی.

له دې سره همهاله دولتي الوتکو په یادې سیمې هوايي بریدونه هم کړي، چې پایله کې د یوې دیني مدرسې او یو جومات په ګډون د استوګنې ګڼ کورونه نړېدلي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې د بیګانۍ شپې د پېښې په اړه لاس کیږي، د جومات او مدرسې زیانمن شوي تعمیرونه او د مدرسې د ویجاړ شوي تعمیر ترڅنګ د قران کریم او دیني کتابونو خورې ورې نسخې ښکاریږي.

د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار شوې مدرسه
د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار شوې مدرسه
د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار شوې مدرسه
د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار شوې مدرسه
د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار شوی جومات
د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې بمبار شوی جومات

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر او په ځانګړې توګه د صفریک کمانډویان د شپې په تیاره کې د خلکو په کورونو، جوماتونو او دیني مدرسو چاپې وهي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي، بلکې تردې وړاندې هم په ورته پېښو کې ګڼ جوماتونه، مدرسې او د خلکو کورونه په نښه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

په خارج کي میشت مومن او پر افغانستان مینو هیوادوالو څخه په درناوي هیله کوو چي د افغانستان د ورانۍ عکسونه د هغه وسلو تولیدي شرکت د نوم، ادرس او لوګو سره یوځای په خپلو فیسبوک پاڼو کي نشر کړي چي د کابل پر ادارې باندي مهمات پلوري. دلته عسکرو ته امر سوی دی چي که جګړه وي که نه وي په هرو څو دقیقو کي یو یو شاجور خالي کوئ. د کابل اداره د هیڅ هدف لپاره جنګ نه کوي. رولا رنډۍ د وسلو د یوې فابریکې د مالک سره د غنو ته شراکت ورپیدا کړی دی. زموږ د… نور لوستل »

ګوم نام

بس دا یی سم جای ګیر کړی د ## جرړی دلته وزی همدی ته به دوام ورکوی انشاالله

طوطی

طالب به یو وخت د یوه کس په خاطر ځان وژنه کوله او ورسره نور ډیر بیګناه کسان به یی شهیدان کول، لکه چی اوس وینو حکومت د طالب کارونه کوی د یو څو مسلحو طالبانو په خاطر اصلی طالب العلمان هم وژنی. # دی پر حکومت او مسلحو طالبانو شی د پنجاب په مزدورانو چی د سولی لار ور څخه ورکه ده.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx