ټولنیزه برخه

زما د ژوند ملګریه! زه بښنه غواړم…

مهر تاج

★زما د ژوند ملګریه!

زه بښنه غواړم ، چې تاسره د موټر په مخکنیې سیټ کې کښیناستلی او له موسیقۍ خوند اخیستلای نشم!
هو، مګر تر څنګ دې کښېناستلی او تر ډېره دې خبرې اورېدلی شم، تر څو زموږ سفر یو ښکلی یادګار شي، چې څښتن تعالی هم راڅخه راضي شي او زړه مې هم راضي شي.

★زما د ژوند ملګریه!

زه بښنه غواړم ، زه تاسره په ګرځېدو خلکو ته دا قناعت/باور ورکولای نشم، چې تاسو ته خدای څومره ښکلې مېرمنه درکړې.
هو، مګر د یوازېتوب په شېبو کې به زه تا هېڅکله مایوسه نه کړم، د نبي کریمﷺ د حدیث مفهوم دی چې:
“غوره مېرمن هغه ده، چې خاوند یې په کتو خوشحاله شي ”

★ زما د ژوند ملګریه!
زه بښنه غواړم، د دې لپاره چې زه هرڅه نشم کولی، ځکه چې زه بشپړه نه یم، زه نیمګړتیاوې هم لرم!
هو، مګر… زه به په خوښۍ سره هر هغه څه زده کړم، چې ستا خوښېږي او ته یې رازده کول غواړئ.

★ زما د ژوند ملګریه!
زه بښنه غواړم، کله چې د جومات څخه د “الصلوة خیر من النوم ” غږ راځي، نو زه به ستاسو خوب ته هېڅ پام ونه کړم، او زه به تاسو د لمانځه لپاره راويښوم؛ ځکه چې د حلال رزق ترلاسه کول بېشکه ستا وظیفه ده، مګر دا هم رښتیا دي، چې د فجر په وخت کې د رزق فرښتې راځي.

★زما د ژوند ملګریه!
بښنه غواړم، زما د کور څلور دېواله خوښ دي، ځکه چې زه په کې ځان خوندي احساسوم،
هو، مګر که د محافظ په توګه راسره وې نو بهر به هم ووځم، ځکه چې زه غواړم هر څه چې وم په تاسو تکیه وم.

★زما د ژوند ملګریه!
زه بښنه غواړم، زه ښایي ستا بچو ته انګلیسي ور زده نشم کړی.
هو، مګر دوی ته به حتما د “ترتیل” سره د قرآن پاک تلاوت ور زده کړم.

★زما د ژوند ملګریه!
زه بښنه غواړم، چې کله ناکله په غوسه کې ترخه کېږم، ځکه چې زه یوه انسانه یم او انسان خامخا نېمګړی وي.
هو، مګر، کله چې مې په مینه او خلوص پوه کړی، نو سمدستي به مو درک کړم او بښنه به وغواړم.

★زما د ژوند ملګریه!
زه بښنه غواړم، چې د ماسختن لمانځه نه بغییر دې خوب ته نشم پرېښودلی، ځکه چې زه ستا د بستري لاندې د دوزخ لمبې نشم لیدلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx