
زلمی خلیلزاد د افغانستان «خرابېدونکي وضعیت» ته د نړیوال غبرګون برابرولو لپاره قطر ته تللی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» قطر ته تللی او تمه ده هلته د افغان سولې او د افغانستان د روان وضعیت په اړه جوړېدونکو ناستو کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد د روانې میلادي میاشتې په اتمه نېټه قطر ته روان شوی او هلته به هڅه وکړي د افغانستان په چټکۍ خرابېدونکي وضعیت ته د نړیوال غبرګون په جوړېدلو کې مرسته وکړي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې خلیلزاد به په دې درې ورځني سفر کې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د سیمې د هیوادونو له استازو سره غونډې ولري او د «تاوتریخوالي په کمښت او د اوربند په سمدستي تامینېدو» به ټینګار وکړي او هڅه به وکړي دا ژمنتیا رامنځته کړي چې نړیوال به د زور له لارې واک ته رسېدلی حکومت په رسمیت نه پېژني.
بهرنیو چارو وزارت ددې تر څنګ زیاته کړې، چې خلیلزاد به هڅه وکړي د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي او هغوی د افغانستان د جګړې سیاسي او مذاکراتي حل ته وهڅوي.
د خلیلزاد سفر داسې مهال دی، چې نن په دوحه کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړېږي او د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، جرمني، ناټو، ملګرو ملتونو، ايران، پاکستان او افغانستان استازي پکې ګډون کوي.
بل لور ته په افغانستان کې د جګړې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې او د دوه سوه ولسوالیو تر سقوط وروسته طالبان د شپږو ولایتونو د مرکزونو په نیولو توانېدلي.
کندز، سمنګان، تخار، نیمروز، سرپل او جوزجان ولایتونو مرکزونه طالبانو نیولي دي او د هلمند او کندهار په ګډون د ګڼو نورو ولایتونو مرکزونه تر کلکې کلابندۍ لاندې دي.
هغه د بیانزی خبری ګود شیطان. ګود شیطان بیا روان شو چی دمخصص فروفیسور دوکتور ملا برادرسره د نژدی بحث وکری. ملابرادر## به د جهان په سطحه سیاست سنګه وکری؟ بس د ملت سرنویشت د ملابرادر، دوستم، شیرزوی، وفا، عطا، او …. جاهلانو په لاس دی. هغه طرفته بیا هوشیاره کیدره ګودشیطان ناست دی خلیلزاد یادوم
نن تکی اسیا زما تبصری ولی نه خپروی؟؟؟؟
دا ټوله بدبختی او جنګ د همدی دوس له لاسه دی. خلیلزاد غوندی خر او بی وجدانه انسان بل څوک نشته. ډیر بی ناموسه او کافر امریکایی دی د منافق ځوی.