افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي:‌  پر پاکستان د نیوکو پر ځای دې کابل د خپلو عسکرو کمزوري وڅېړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي»‌ وایي، کابل حکومت دې پر پاکستان د نیوکو پر ځای ښې حکومتولۍ ته پام وکړي‌ او د جګړې پر ډګر د خپلو عسکرو کمزوري دې وڅېړي.

قریشي په ملګرو ملتونو کې د هند په مشرۍ د افغان سولې په تړاو را بلل شوې ناستې او هلته پر پاکستان باندې شویو نیوکو ته په اشارې وویل، چې دوی ته‌ په یاده ناسته کې د ګډون او استازولۍ اجازه نه ده ورکړل شوې او هغه تورونه چې هلته پر پاکستان لګول شوي‌، بې بنسټه دي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان د جګړې د دوام پړه دې پر پاکستان نه اچول کېږي او حکومت دې د خپلو عسکرو کمزورۍ ته پام وکړي.

دده له قوله «دا د خواشینی ځای دی چې پاکستان د نورو د ناکامیو قرباني ګرځول کېږي،‌ددې پر ځای چې پاکستان ته ګوته ونیول شي، د حکومت او د افغان امنیتي‌ او دفاعي‌ ځواکونو کمزوري دې وڅېړل شي.»

قریشي وړاندې زیاته کړې، چې افغان عسکر روزل شوي‌، مجهز شوي او زیاته اندازه پیسې ورباندې مصرف شوي‌ دي، خو دده په خبره،‌ پوښتنه داده چې دا هر څه چېرې ولاړل او ولې عسکر له طالبانو سره د جګړې ظرفیت نه لري.

نوموړي د افغانستان بې ثباتي د پاکستان په زیان بللې او په خبره یې، که افغانستان بې ثباته وي‌ پاکستان به هر څه وبایلي‌ او اوس یې هم ددې بې ثباتۍ لوړ قیمت اداء کړی.

د قریشي‌ پورتنۍ څرګندونې وروسته له هغه دي، چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند په مشرۍ د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلله چې په مهال یې په ملګرو ملتونو کې د کابل استازي پر پاکستان تورونه ولګول او د طالبانو ملاتړی یې وباله.

په تېرو څو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو هم د پاکستان خلاف کمپاین روان دی، چې د کابل حکومت لوړ پوړو چارواکو هم پکې برخه اخیستې او له ملګرو ملتونو غواړي پر پاکستان بندیزونه ولګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

پیغور یی حقیقت دی. قریشی پاکستانیان سخت نامرد خلک دی امید لرم چی طالبان په دی پوه سوی وی چی تر امریکا پاکستان افغانستان ته دیر خطرناک دی زکه امریکا خو لاره وشرل شول اما دا غماز او مکار دشمن چی نه د افغان ناموس پروا لری نه ددین نه د خاوری به همیشه زموژ همسایه وی. ملا سلام ضعیف به ستا یاد وی بیانزیه! چی سنګه یی امریکی ته په لاس ورکر؟؟ او شمال شزی یی په تابوت کی پاکستان ته نقلولی، مجاهده پتنګیه اواز می درزی ؟؟؟؟ دیر فکر مو وی چی په پاکستان باور ونه کری. لیکن… نور لوستل »

Adam Khan
Sallam Quraishi Saib

I heard  that Khan Mohamad Imran Khan Niazi has been supplying Punjabi
 Bikes to the Taliban for the last 2 months so that is why M1A2 Tanks 
 cannot resist anymore.  Unfortunately most of the bikes were built in India.
Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x