ورزش

نیوزیلاند راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، دا لومړی هېواد شو چې د راتلونک ينړیوال جام لپاره لوبډله اعلانوي.

د نیوزیلاند کرکټ بورډ نه یوازې د شل اوریز نړیوال جام لپاره، بلکې د سږکال ټولو راتلونکو اسیایي لوبو لپاره په مجموعي توګه ۳۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه، یاده لوبډله راتلونکي میاشت د پاکستان او بنګلدیش سره هم سیالۍ لري، دغه راز د هند پر وړاندې شل اوریزې لوبې له نړیوال جام څخه وروسته ترسره کوي.

د شل اوریزو نړیوال جام چې ټاکل شوې وه په هند کې ترسره شي، خو د کرونا ویروس له کبله اوس د هند په کوربه توب عربي اماراتو او عمان هېوادونو ته انتقال شوی دی.

دغه لوبې به د اکتوبر په ۱۷مه نېټه پېل او د نومبر میاشتې تر ۱۴مې نیټې به دوام وکړي. په دې کې ۸ لوبډلې مستقیما نړیوال جام ته وتلي او پاتې ۸ لوبډلې به د غوراوي له لارې شاملیږي.

نیوزیلاند خپل تجربه کار لوبغاړي روس ټیلر، آلراونډر کولن دی ګراندومې او فین آلین د نړیوال جام لپاره له لوبډلې کینولي، په داسې حال کې چې ۳۴ کلن سوکه توپ اچونکي ټوډ اسټل لوبډله کې ځای موندلی دی.

دغه راز مارک چاپمن چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶م شل اوریز نړیوال جامونو کې د هانګ کانګ په استازیتوب لوبېدلی په ۲۰۲۱ کې د نیوزیلاند له لورې لوبیږي.

د نیوزیلاند ۱۵ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

کین ویلیمسن (لوبډلمشر)، دیوان کونوی، مارټن ګپټيل، ګلین فیلیپس، ټيم سیفرت، مارک چاپمن، داریل میچل، جیمي نیشم، میچل سانټنر، ټوډ اسټل، ایش سودي، کایل جامیسن، ټرینټ بولټ، لوکي فارګوسن او ټيم ساوتي. چټک توپ اچونکی آدم میلن د اړتیا پرمهال لیست کې شامل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx