ورزش

میسي پاریس سان جرمان لوبډلې سره موافقې ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۰ل): لیونل میسي د فرانسوۍ لوبډلې پاریس سان جرمان سره موافقې ته رسېدلی چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به د برسلونا څخه پلازمینې پاریس ته سفر وکړي.

د فرانسې فوټبال مشهوره رسنۍ لاچین لیکیپ وایي چې پاریس لوبډله لیونل میسي سره د دوه کالو تړون ته رسېدلې چې سبا د چهارشنبې په ورځ به یې رسمي اعلان وکړي.

ټاکل شوې ده میسي پاریس ته نن ماسپښين له سفر وروسته د ورځې په پای کې طبي ازموینه ترسره کړي.

د راپورونو پر اساس، پاریس سان جرمان (PSG) لوبډله به میسي ته کلنۍ یا د یوه سیزن ۳۵ ملیونه یورو معاش ورکوي، چې په دې کې د احتمالي تړون بونس هم شتون لري.

میسي د ۲۰۲۳م کال پورې پاریس سره تړون لاسلیک کړی خو کولی شي تر ۲۰۲۴م کال پورې دغه تړون وغځوي.

۳۴ کلن میسي دوه ورځې وړاندې د مالي ستونزو او د لالیګا لیګ ځينې اصولو او مقرراتو له کبله برسلونا کلب سره تړون ونشو غځولای، یاد کلب ویلي چې دوی نشي کولی د یادو اصولو له مخې میسي ته په ستره کچه معاش ورکړي.

که څه هم میسي د یاد کلب د غوښتنې پر اساس خپل معاش ۵۰ سلنه کم کړی و خو کلب نه غوښتل نوموړي ته دغه معاش ورکړي.

تېره ورځ ځینې هسپانوۍ ورځپاڼو داسې راپورونه ورکړي وو چې ګواکې برسلونا میسي ته نوی وړاندیز کړی، خو ایټالوي خبریال او مبصر فابریزو رومانو دغه خبرونه رد کړي دي.

له برسلونا کلب څخه د مخه ښې پرمهال په رسنیز کنفرانس کې میسي وویل چې نه یې غوښتل تر پایه دغه لوبډله پریږدي، نوموړي د پاریس لوبډلې سره د تړون په هکله پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو چې احتمال شته پاریس لوبډلې ته لاړ شي.

لیونل میسي به په پاریس لوبډله کې خپل پخواني ملګري نیمار او خپل هېوادوال انخیل دي ماریا او پارادیس سره یوځای شي. د میسي په شتون به د پاریس لوبډله یوه بل څلي ته ورسیږي چیرته چې نیمار، امباپی او میسي حمله کونکي لوبغاړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx