افغانستان

غزني کې توپچي برید یوویشت تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت په مرکز کې توپچي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه ویشت تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د عزني ځایي مسئولین وایي، نن ورځ غرمه دوولس بجې شاوخوا د غزني ښار د لومړی امنیتي حوزې اړوند “کلاسبز” نومي سیمه کې د هاوان د مرمۍ لګېدو له امله درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

د غزني د والي ویاند “وحیدلله جمعه زاده” وایي، د پېښې په قربانیانو کې ښځې هم شاملې دي او دا مهال ټول ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیایي حالت نازک دی.


دی که څه هم د پېښې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو لا تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx