نړۍ

په تیونس کې اسلام پلوه ګوند (النهضة) پارلماني انتخابات وګټل

.

په تیونس کې له اوښتنونو ورسته وړمه ورځ د پارلمان لپاره ټولټاکنې ترسره شوې چې د تیونس داسلامي ګوند په ګټه اعلان شوې .دتیونس دانتخاباتو دکمیسیون مشر په هیواد کې ترسره شوي انتخابات دراشد الغنوشي د اسلامي مذهبي ګوند ( النهضة) په بریالیتوب سره چې په پارلمان کې د(۲۱۷) څخه (۹۰) څوکۍ ترلاسه کړې دي،اعلان کړل.په داسې حال کې چې سیکولر تنظیم (۳۰) څوکۍ ترلاسه کړې دي .

 ګمان کیده چې په دې ټولټاکنو کې به اسلامي ګوند النهضة یوازې ۳۰ فیصده رایې ترلاسه کړي خو په افریقایې هیوادونو کې دسیکولر عناصرو ترمنځ د اختلاف نه په ګټې پورته کولو سره نوموړي ګوند کابو ۵۱ فیصده رایې خپلې کړې او د واک تر ګدۍ یې ځان ورساوه .

ددې انتخاباتو په ګټلو سره به نوموړی پارلمان به دلمړي وزیر له ټاکنې ورسته خپل هیواد ته نوی اساسي قانون جوړوي .

بل خو دتیونس دابوالزید په ښار کې خلګو دانتخاباتو دنتایجو به خلاف مظاهرې شروع کړې دی او دښاروال دفتر ته یې اور ورته کړی دي . خو پولیسو دمظاهره چیانو د خورلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دي .

عابر مسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x