
فلسطین: د شهیدانو شمېر تر ۸۰۰ واوښت
نن ټکی آسیا (جمعه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): د غزې په تراډه د اسراییلي یرغل وروسته د شهیدانو شمېر تر ۸۰۰ واوښت.
د پنجشنبې په ورځ د اسراییلو په بریدونو او بمباریو کې ۱۱۹ فلسطیني مسلمانان شهیدان شول.
راپور کاږي چې د قربانیانو له منځه ۱۶ شهیدان او ۲۰۰ ټپيان یواځې هغه کسان دي چې په یوه ښوونځي کې راټول شوي وه چې اسراییلو په بمبارۍ کې په نښه کړ.
عیني شاهدان وايي چې اسراییلو په بیت حانون کې ښوونځي باندې تر لسو زیات بمونه هغه مهال وغورځول چې له کوره بېځایه شوي کسان د ښوونځي په ساحه کې راټول شوي وه.
دغه ښوونځی د ملګرو ملتونو لخوا جوړ شوی او شهیدشوي کسانو دلته پنا اخېستې وه.
دا څلورم ځل دی چې اسراییل په بریدونو کې د ملګرو ملتونو ودانۍ په نښه کوي.
د الجزیرې تلویزوني کانال خبریال وايي چې د اسراییلو په دغه بمبارۍ کې ۱۶ فلسطینيان شهیدان او ۱۲۰ نور ټپیان شول.
نوموړی زیاتوي چې د کمال عدوان روغتون د شهیدانو او ټپيانو څخه ډک دی او د نورو ټپيانو د تدواۍ ځای نه لري.
جنګ بندي
د حماس د جهادي غورځنګ مشر خالد مشعل وايي چې تر هغې اسراییل د غزې محاصره يای ته ونه رسوي دوی جنګ بندۍ ته تیار نه دي.
ښاغلي مشعل زیاته کړې چې تر هغې د دوی شرطونه نه وي منل شوي جنګ بندي شونې نه ده.
خالد مشعل په شرطونو کې د مصر سره د غزې پولې بېرته پرانېستل او د فلسطیني بندیانو خلاصون دی.