افغانستان

سر له سبا څخه د بولدک ـ چمن لاره د پخوا په څېر د مسافرو او سوداګرو پرمخ پرانیستل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمري،  ۱۴۰۰ل): پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې سر له سبا څخه به د چمن ـ بولدک لاره د هرقسم تګ راتګ لپاره د پخوا په څېر پرانیستل شي.

په چمن کې د پاکستان مرستیال کمشنر جمعه داد مندوخیل وايي، چې دغه لاره به د سهار له ۸ بجو څخه تر مازدیګر ۴ بجو پورې د موټرو، پیاده تګ راتګ او هر قسم سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.

په هغه لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي پاکستاني چارواکو په یاده لاره تګ راتګ کوونکو سره د تذکرې، مهاجرکارت، شناختي کارت او پاسپورټ لرل اړین بلل شوي دي.

د چمن د مرستیال کمشنر لیک
د چمن د مرستیال کمشنر لیک

باید وویل شي چې د سپین بولدک ـ چمن لاره د تیرې جمعې په ورځ(۱۵ زمري) طالبانو وتړله او اعلان یې وکړ ترڅو چې پاکستاني چارواکي ورسره په تذکره او مهاجر کارت د تګ راتګ، سیمه ییزو خلکو ته د پخوا په شان د سوداګریزو فعالیتونو او وخت زیاتولو په ګډون شرایط نه وي منلې، تر هغو به دغه لاره تړلې وي.

تیره ورځ هم په سپین بولدک کې طالب چارواکو ویلي وو، چې له پاکستاني مقاماتو سره یې د چمن ـ بولدک لارې د خلاصون په اړه خبرې روانې دي او هیله یې څرګنده کړې وه، چې ښايي نن سه شنبه دغه مذاکرات یوې پایلې ته ورسیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا پریږده چه د کابل غلامی اداری ( فاحشی ) د امریکا په ګډون ۴۸ لونډان خوشاله ساتل، مګر د خلکو د پام اړونی د پاره یی ازادی غوښتونکی جنګیالی د پاکستان په غلامۍ تورنول او پاکستان یی نمبر یو دشمن یادولو. د کابل غلامه فاحشه هماغه دشمن پاکستان ته د ټول ډیورند خط د قانونی کولو د پاره د اغزن تار تیرولو ته اجازه ورکړه ( دا چه بیه به یی څومره وه غنی او د پاکستان چارواکی پوهیږی ) مګر طالبان چه پرون سپین بولدک بندر نیسی سمدلاسه د هماغه پاکستان سره ( چه د کابل اداره یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx