افغانستان

پنټاګون: افغان عسکر د طالبانو په پرتله ډېر مجهز دي، خو وضعيت ښه لوري ته نه دی روان

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹زمري، ۱۴۰۰ل): د امريکا دفاع وزارت پنټاګون د افغانستان پر روان امنيتي وضعيت اندېښنه ښوولې ده.

د پنټاګون وياند جان کربي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې افغان عسکر د طالبانو په پرتله ډېر مجهز دي، پر مختللی ځمکني او هوايي ځواک لري او امريکا يې هم مرسته کوي، افغان ځواک ډېر هغه څه لري، چې طالبان يې نه لري، خو وضعيت ښه لور ته نه دی روان. جان کربي دا هم ويلي، چې افغان ځواکونه بايد له پوځي او سياسي پلوه خپله رهبري عملا وښيي.

سپينې ماڼۍ هم وړمه ورځ ويلي و، سره له دې، چې د امريکا جنګي الوتکې د افغان پوځ په ملاتړ پر طالبانو بمبارۍ کوي، خو افغان مشران بايد د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړيتوب ورکړي.

د پنټاګون د وياند سربېره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ په لومړيو کې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار ايچ ار مک ماسټر له تېرو څو ورځو راهيسې څو ځله د افغانستان پر روان وضعيت اندېښنه ښوولې ده.

نوموړي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د کابل حکومت د سقوط احتمال پر مخ پر زياتېدو دی او اوس يې يو ځل بيا ويلي، چې د افغانستان ناورين د مخينوي فرصت له لاسه په وتو دی.

امريکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو درې مياشتو راهيسې طالبانو د هېواد په لر و بر کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونو پوځي مرکزونو له نيولو وروسته د ولايتونو پر مرکزونو پراخ بریدونه پيل کړي دي.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې طالبانو د نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار او سمنګان ولايتونو مرکزونه نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

طالبانو ټولو حکومتي عسکرو، پوليسو او اربکيانو ته ډاډ ورکړی، چې له جګړې لاس واخلي او د دوی له لوري به ورته هېڅ ډول ستونزه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Your modern army equipment cannot resist Talib. Talib got support from Allah and angels are bombing you.

Adam Khan
I understand that the Afghan army is not equipped with the support of Allah.  
Also, you need to purchase Punjabi bikes for the Afghan army as you
know the Punjabi Bikes are extreamly effective against M2A1 tanks and
your M2A1 tank is not working in Afghanistan.
الحاج استاذ بیانزی

د پنتاګون ویاند جان کری یسړ! غلامانو ته وایاست چه [ تاسی تر طالبانو زیات مجهز او روزل شوی یاست ، شمیر مو هم زیات ، امریکا او ناتو مو تمویل او نظامی مرستی درسره چریان لری هوایی بمبارد درله کوی چه عام وګړی وژنی. طالبان ولی تر دتاسی دمخه او نزدی ده چه له صحنی مو لیری کړی ] غلامان یی جان کری ته وایی چه [ موږ خو ستاسی د شیدو چوشکونه رودل او ستاسی په قومانده جنګیدلو او جنګیږو او تاسی تر طالبانو ډیر پرمختګللی او ۴۸ نور پرمخ تللی هیوادونه هم درسره ډول سورنی وهی تاسی… نور لوستل »

قیامت دی

بیانزیه !!! عام اولس سخت په عذاب دی پریژده دا بی زایه پایلوچی!! د صلحی او خلاصون طرحه ولیکه خلک محبت ته راوبله هسی عقده ای خبری به سه ګته وکری. طالبانو ته ووایه چی د پاکستانی طالبانو او یارانو سره مو دیر احتیاط کوی سخت ظالم خلک دی خپل افغانان مه وژنی عفوه ورته وکری. که دوستم عطا شیرزوی او …. داسی خلک په مخ درتلل بیا نو تاسو او شریعت په هغه نه پوهیزم ولی دا بی چاره خلک په یو او بل تهمت او نامه مه وژنی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx