ورزش

راشد خان د نړۍ مشرانو ته: افغانستان په ناورین کې مه پریږدئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملي لوبډلې نامتو توپ اچونکي راشد خان افغانستان کې په اوسني حالت خواشیني څرګنده کړې او له نړیوالو مشرانو یې غوښتنه کړې چې افغانستان د ګډوډۍ او د ناورین په حالت کې پرینږدي.

راشد خان په خپل ټویټر او فیسبوکپاڼه لیکلي، «د نړۍ ګرانو مشرانو، زما هېواد له یوه ناورین سره خ دی، د میرمنو او ماشومانو په ګډون په زرګونو بې ګناه خلک شهیدان کیږي، کورنۍ، شتمنۍ او ملکیتونه، عامه تاسیسات، ښوونځي او دفترونه یې ویجاړ کیږي، زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي. موږ په ګډوډۍ او ناسم وضعیت کې مه پریږدئ، د افغانانو وژل او د افغانستان ویجاړول بند کړئ، موږ سوله غواړو، جګړه باید بنده شي».

https://twitter.com/rashidkhan_19/status/1425057234300641317?s=20

راشد خان دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې په تېره نږدې کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې جګړو زور اخیستی او طالبانو د افغانستان یو شمېر ولایتونه نېولي دي.

ددې سربېره د افغان حکومت په مرسته امریکا د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې پر طالبانو او عامو شتمنیو بمبار کړی او یو شمېر ملکي خلک په کې مړه شوي او عامه شتمنۍ ویجاړ شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x