افغانستان

فراه ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ زمري، ۱۴۰۰ل): د فراه ولایت مرکز تر یوې ورځنۍ جګړې وروسته په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېد.

له تېرې ورځې را پدیخوا د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ، امنیت ریاست، مرکزي زندان او ورسره نورو دولتي تاسیساتو تر نیول کېدو وروسته تازه د فراه ولایت مقام هم د طالبانو لاس ته لوېدلی او حکومتي ځواکونه په بشپړ ډول د یاد ولایت له مرکز وتلي دي.

د طالبانو ویاند “قاري یوسف احمدي” پر ټویټر لیکلي، چې د فراه مرکز یې نیولی او په ځینو سیمو کې په عسکرو پسې تعقیبي عملیات روان دي.

فراه اووم ولایت شو چې په تېره یوه اوونۍ کې په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېږي.

نیمروز، تخار، سمنګان، جوزجان، سرپل او کندز ولایتونو مرکزونه تر دې وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې راغلي.

حکومت لا تر دې دمه د فراه د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

طالبه فکر دی وی چی تصویر سیری کره هغه اوسپنه یا تخته له منزه مه وره ستا هدف به هم تصویر نه هغه پایه او اوسپنه. که داسی شول چی ته دایمی وی نو هغه اوسپنه بیا کولای شی خپل د رهبر تصویر یا کوم قول پری نصب او ولیکی. مقصد ورانول مه کوه دا ددی ملت مال دی.

Adam Khan

Alhamdo Lellah

مولوي زاده

کوم عسکر چي ليدلي وي او په علم اليقين سره پوهېدلی وی چي صاحب منصبان، جنرالان او مشران يې د امريکايي کافرو اشغالګرو غلامان دي او ليدلي يې وي چي جنرالان يې لمونځ نه کوي، روژه نه نيسي، شراب خوري، فحشا کوي، په اسلامي شعايرو ملنډي وهي، ډول ډول ظلمونه کوي، غلاوي کوي، حرام خوري او بيا دا عسکر وپوهېږي چي اشغالګر مات سوي او په ټيټو سرونو يې تقريبا ټول پوځيان وتلي دي، دا بيا د اسلام د ملي ثابتو سوو اتلانو په وړاندي څنګه مقاومت او جګړه وکړي؟ ای کاش له ګران افغانستان څخه د غليم د وتلو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله وفتح قریب ، چه الهی نصرت راشی فتح ورسره ملتیا لری. دا د الله ج فرمان دی دا دخالق لایرال فرمان دی او الهی نصرت د پاره د مجاهدینو پوره ایمان شرط تاکل شوی انتم الاعلون ان کنتم مومنین تاسی بریالی یاتست که ایمان لری پوره ایمان د الهی نصرت او بریاوو د پاره الهی شرط دی موږ یی به سترګو ګورو چه امریکا یکتازه نړیوال سوپرپاور د نیم میلون بادار او نیم میلون غلام عسکرو او د هر ډول مادی امکاناتو او خطرناکو وسلو او وسیلو سره سره د شلو کالو په اوږدو کی یی طالبان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx