افغانستان

بايډن: د افغانستان ساتل د افغانانو کار دی او د امريکايي پوځ په وېستلو پېښمانه نه يم

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، د افغانستان ساتل د افغانانو کار دی او دی د امريکايي ځواکونو په وېستلو پښېمانه نه دی.

جو بايډن ويلي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پوځي ماموريت د روان اګسټ تر ۳۱مې نېټې پوره کيږي، افغانان بايد د خپل هېواد د ساتنې او راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

بايډن زياته کړې، چې دی له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په ويستلو نه دی پښېمانه او ټينګار يې کړی، چې دی نه غواړي، د امريکا بل نسل د شلو کالو جګړو کې بوخت کړي.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» وياند جان کربي هم تېره ورځ د افغانستان په اړه د رسنيو استازو ته ويلي و، چې افغان پوځ د طالبانو په پرتله ډېر مجهز دی، هر ډول نوې پرمختللې وسلې لري، ځمکنی او هوايي ځواک لري او امريکايي هم مرسته کوي.

جان کربي زياته کړې وه، چې افغان پوځ ډېر هغه څه لري، چې طالبان يې نه لري، خو بيا هم د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ دی او سم لوري ته نه دی روان.

دا په داسې حال کې، چې د سولې بهير تر ډېره پټه ولاړ دی او طالبانو د هېواد په لر و بر کې د سلګونو ولسواليو او پوځي مرکزونو له نيولو وروسته د ولايتونو پر مرکزونو پراخ بریدونه پيل کړي او د پرمختګ په حال کې دي.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې طالبانو د نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار، سمنګان، بغلان او بدخشان ولايتونو مرکزونه نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

وروستي رپوټونه وايي، چې طالبانو تېره شپه د بدخشان ولايت مرکز فیض اباد ښار نیولی، همدارنګه يې د پکتيا ولايت مرکز ګردیز، د غزني ولايت د مرکز غزني ښار او د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار کمربندونه مات کړي دي.

ځينو امنيتي سرچينو تاييد کړې، چې طالبانو د پکتيا او غزني چارواکو ته جرګې لېږلي، تر څو ياد ولايتونه له جګړې پرته تسليم کړي او په ښارونو کې ويجاړۍ او مرګ ژوبله ونه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Another blow to the Kabul Admin and its command center.

قیامت دی

دی دی ظالم بچی حقیقت خبره کریده. چی افغانان خپله سره رازی نشی نور ملکونه یی هیج وخت نه ور جوروی. طالب او حکومت باید اوس سره کشینی تر دیر شیان یو او بل ته تیر شی. خو طالب ته فقط یوه خبره کوم چی تر بیت المال او غصب ور تیر نشی. طالبه فکر دی وی په پنجاب دی په لمن کی دی کلی دفتر پل مکتب خراب نه کری. که هر طالب دا کار وکر حتمی یی تعقیب کری

دوکتور غروال

په جرمنی ژبه کښی ویل کیږی چی : اوس موږک د کڅوړی څخه راووت ! د امریکا لعنتی او شر جوړونکۍ واقعیت په ګوته شو یعنی افغانان باید خپلو مینځو کښي جنګونه سره شروع کړی اما دی خائينینو قصدآ هیر کړی دی چی وروسته د افغان ملت ستره قربانی ظالم شوروی د افغانستان څخه وشړلو او د شوروی غلام کمونیستانو ناستومانه د منافقت هڅی شروع کړی اما د ظالم امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان ( همدارنګه د اخوندی ایران غلامان ) دا تربیه قاتل تنظیمونه وحشیان په کابل راخوشی کړل او د کابل اوسیدونکی ئي قتل عام او چور چپاول ئي شروع کړل او کابل… نور لوستل »

Pattang

یاره دوکتور کریمه ډیر ب###ته انسانان یاستۍ : خلق ، پرچم او افغان ملت ته مو اتڼونه کول او دظاهر شاه په وخت کې میده بازي اوس یې دومره زور در کړی چې په نس کې مو باد نه تکیاکیږي !

دوکتور غروال

پتنګ جانه جهلتوب او سپین سترګی هم حدود لری اما تاسی د اسلام تخریبکاره قیدانی پنجابی ملایانو تر تربیی لاندی حقیقی اسلامیت لا څه چی افغانیت ئی هم درڅخه اخیستۍ دی او د اسلام او افغان جامعی بربادی لپاره د پنجابی پاکستان تر هدایت او امریکا انګلیس په ملاتړ مو جاهلانه ملا تړلی دی او پتنګ جان باید پوه شی چی افغان صادق مسلمان غیرتی ملت هم دا قیدانی تربیه شوی طالبان اوددوی وحشت سره پوره اشنائي لری او هم د کابل غلامی قاتلی حلقی سره دا اشنائي موجوده دی پس ددواړو غلامو حلقو دا وحشت باید ختم شی چی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx