افغانستان

د هوايي ځواک پيلوټ نواب خان په کابل ښار کې ترور شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د هوايي ځواک پيلوټ نواب خان تېره شپه د کابل ښار بګراميو ولسوالۍ سرتپې سيمې د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

د کابل ښار امنيتي سرچينو د پيلوټ نواب خان وژنه تاييد کړې او ويلي يې دي، چې نوموړی د بګراميو ولسوالۍ اړوند سرتپې سيمې خیرالناس روغتون ته څېرمه ترور شوی او بریدګر په تېښته بريالي شوي دي.

سرچينې وايي، بریدګر په تېښته بریالي شوي او تر اوسه د نوموړي د ترور مسؤوليت هم چا نه دی منلی.

نواب د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د کمال پور سيمې اوسېدونکی و، د کابل ښار بګراميو ولسوالۍ اړوند په سرتپې سيمې کې د خپلوانو کور ته روان و، چې خیرالناس روغتون ته څېرمه په وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د تېرې شنبې په ورځ هم د کابل ولايت په چهار اسياب ولسوالۍ کې د هوايي ځواک بل پيلوټ حميدالله عظيمي هم په يوه چاودنه کې وژل شوی و.

حميدالله عظیمي د بلک هاک پوځي چورلکو پيلوټ د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د اب بازک کلي اوسېدونکی و، له لوګره کابل ته د خپلې دندې پر لور روان و، چې د چهار اسیاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه په قلعه چهار سوق سيمه کې ووژل شو.

د برتانيې ټايمز مجلې د حميدالله عظميمي له وژنې وروسته وړمه ورځ ليکلي و، چې د امريکايي پوځيانو د وتلو راهيسې طالبانو په تېرو څو مياشتو کې د افغان هوايي ځواک اته پيلوټان وژلي، ۱۹ يې له هېواده تښتېدلي او دندې يې پرېښي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

دغه زوانان طالبه مه وژنه اختطاف یی کری قناعت ور کری ولی وژنی کوی ؟ باور وکری چی عفوه تر وژلو دیر تاثیر لری.

سرفراز

زه دهوایی قوا دیو پخوانی افسر او پیلوټ په حیث مشوره درکوم جی په راتلونکی کی باید دهوایی قواو تشکیل او دهوایی قوا په آدارو کی بنیادی تعیرات او هوایی قوا ته دجلب اوجذب په پروسه کی تغیرات او جدی پاملرنه وشی هوایی پوهنتون ته باید په دقت سره هغه محصلین ور جذب شی چی دخپل وطن خلکو او داسلام دمبارک دین ته وفادار وی او تیرو تجربو څخه په استفادی سره هوایی قطاعات د تعصب لرونکو او قدرت طلبو او بی کفایته منسوبینو څخه پاک او دتر جدی نظم او انظباط لاندی ونیول شی دپخوانیو مسلکی قدرونو هغوی چی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx