افغانستان

د بدخشان مرکز فیض آباد هم طالبانو ونیولو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): له یوې میاشتې کلابندۍ او څو ورځو سختو نښتو وروسته طالبانو تیره شپه د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار په بشپړه توګه نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې په فیض آباد ښار کې یې د ولایت مقام، امنیه قومنداني، د ملي امنیت ریاست او ټول دولتي تأسیسات نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، د فیض آباد ښار د نیولو په عملیاتو کې هیچاته د سر او مال زیان نه دی اووښتی؛ خو په تښتېدلو دولتي عسکرو پسې یې د «تعقیبي» عملیاتو د دوام خبره کړې ده.

د بدخشان ځايي سرچینو هم تایید کړه چې یاد ولایت د طالبانو لاس ته ورغلی او دولتي چارواکي هوايي ډګر ته تښتېدلي دي.

دا په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې درېیم ولایت دی چې د طالبانو لاس ته لویږي. پرون ماسپښین ناوخته د فراه ولایت مرکز او ماښام بیا د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار هم طالبانو نیولي وو.

د تیرې جمعې ورځې راهیسې طالبانو د نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار، سمنګان، فراه، بغلان او بدخشان په ګډون د نهو ولایاتو مرکزونه نیولي او د بلخ، فاریاب، هرات، کندهار، هلمند، زابل، غزني، پکتیا او لغمان په ګډون یې د ګڼو ولایاتو مرکزونه تر کلکې محاصرې او تهاجمي عملیاتو لاندې نیولي دي.

د پورته یادو ولایتونو له جملې څخه د هرات، کندهار، لښکرګاه او غزني ښارونو یو شمېر سیمې طالبانو نیولي، یوازې د ولایت مقام، امنیه قومنداني او یو شمېر تأسیسات له دولتي عسکرو سره پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Shame on Shinwaries and Khojianies that Jalabad is still under the control of MULHID Kabul Admin

I wish Baba Khalis was here

Oh by the way, where is Hekmatyar these days

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx