افغانستان

د کندهار چارواکي: د ښار دفاعي کمربندونه مات شول او طالبان د پرمختګ په حال کې دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولايت چارواکي وايي، د ښار دفاعي کمربندونه مات شوي، طالبان ښاري سيمو ته ننوتي او د پرمختګ په حال کې دي.

ځايي خبريالانو هم ويلي، چې طالبان د کندهار ښار ته ننوتي او پر مخ وړاندې روان دي.

طالبانو هم منلې، چې د دوی جنګيالي نن سهار ښار ته ننوتي له ګڼو خواوو يې پر کندهار ښار بریدونه پيل کړي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې نن سهار وختي د کندهار ښار پر عمومي زندان له څلورو خواوو بریدونه روان دي او د دوی جنګيالي د ډنډ څلور لارې ته رسېدلي دي.

ښاغلي احمدي زياته کړې، چې جګړه د ښار درېيمې، شپږمې او پنځلسمې حوزې ته رسېدلې، د دوی جنګيالي د پرمختګ په حال کې دي او حکومتي عسکر جګړې ته زړه نه ښه کوي.

دا په داسې حال کې، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې طالبانو د نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار، سمنګان، بغلان او بدخشان ولايتونو مرکزونه نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

وروستي رپوټونه وايي، طالبانو د پکتيا، غزني، او روزګان ولايتونو د مرکزي ښارونو کمربندونه هم مات کړي او پر مخ پر وړاندې روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

دسیکولارانو او شر اوفساد ګلمجمو او میخکوبو خبیثو ملیشو مشرانو د تیښتی لاری بند کړی هوایی میدانونه او لویی لاری تر کنترول لاندی ونیسی دوی باید دسلګونو زرو ورک او شهید شوو ځوانانو ماشومانو ښځو پیغلو او سپینګرو ځواب په یوه علنی او اسلامی محاکمه کی ووایی تر څو زموږ د راتلونکی نسل لپاره دعبرت نمونه وی چی ملی خیانت ته بیا څوک دتاریخ په اوږدو کی زړه ښه نکړی اود خبیثو سیکولرانو او دشر اوفساد ملیشو څخه دتل لپاره دا ملک پاک شی

حاجی بیانزی

سرفرازخان ستاسی خبره بلکل سمه ده دوی دوی محرمین ملحدین غلامان دی دوی باید د نجیب په شان محاکمه شی

قیامت دی

دوستم ظالم بیا د پشتنو قتل عام ته روان شو دیر ظالم انسان دی

Adam Khan

KA PA MAIWAND KI SHAHEED NASHI
QASAM CHI LALIA BE NANGAI TA DE SATEENA

Talib Gul
Make sure you bring the Kabul and Bagram airports under your control. They have already started leaving the country without being punished

دکتور مجاهد

نصر من الله و فتح قریب ، دا د الله ج وعده ده چه څوک ایمان لری هغوی بریالی دی ایمان د بریاوو شرط ټاکل شوی وسلی او وسیلی د ایمان شرط نه دی کفارو ته یی د هر ډول وسلو او وسیلو ورکولو امکانات ورکړی مګر ایمان نه لری ، د کابل غلامانو په اړه الله ج فرمایی چه هر څوک د یهودو او نصاراوو سره د خبلوو لسونو په ضد لاس یو کړی هغوی هم د هغوی له ډلی څخه دی . په علنی ډول یی ګوری چه امریکایان او اروپایان دلته د غنی او د کابل اداری… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx