افغانستان

اشرف غني‌ د شمال د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره بلخ ته تللی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې په شمال کې یو شمېر ولایتونه د حکومت له ولکې وتلي‌ دي، اشرف غني نن د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا مزار شریف ته تللی او ښايي‌ هلته له ځايي چارواکو سره د امنیتي‌ وضعیت په اړه وغږېږي.

له ارګ‌ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غني‌ نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي‌ په ملتیا مزار شریف تللی تر څو د شمالي‌ ولایتونو امنیتي وضعیت وارزوي.

د خبرپاڼې له مخې غني‌ به په دغه سفر کې د دې ولایت ملکي او نظامي مسوولینو، سياسي او جهادي مشرانو، قومي مشرانو او متنفذینو سره جلا جلا لیدنې ولري.

دغه سفر داسې مهال دی، چې په شمال زون کې جوزجان، کندز، سرپل او بغلان ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي‌ او یو شمېر نور شمالي ولایتونه تر کلکې محاصرې لاندې دي.

تېره ورځ د کابل حکومت مارشال «رشید دوستم» هم مزار شریف ته تللی او د یاد ولایت پخوانی والي «عطاء محمد نور» هم په بلخ کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدګل

په پښتو کی متل دی وایی سل ور مړه کړل دی یی لا دښمنی نه بولی اشرف غنی اوس د شمال امنیتی وضعیت ارزوی هسی پر ځان ملنډی وهل دی او خلک خندول دی نو هیڅ شی نشته زه وایم هغه دوستم ور مخته کړی که چیری خدای ج پاک پر لاس ژوندی ورکړ تر څو هغه د ده غټی خبری معلومی شی او بل اشرف غنی او د وسلوال پوځونو مشرانو ته می دا وصیت دی چی ښارونه مه خرابوی خلک مه وژنی هسی یی پرلاس ور کړی که د اخیرت د عذابونو پیټی به مونور هم درانه شی.… نور لوستل »

دکتور مجاهد

لمړی خو فکر نه کوم چه غنی به د دی فتوحاتو په لړ کی دومره زړه ولری چه مزار شریف ته ولاړ شی چه مزار شریف ته مجاهدین په څو کیلومتری کی قرار لری. غنی به هڅه لری ځان زړور وښیی د ارګ د لمانځه په ټیم یی د صالح په شان پرتوګ کی ناولتیا ځکه ونکړه چه غنی او کرزی ته د هغه مصنوعی سپیکری بم اطلاع رسیدلی وه امرالله صالح او عبدالله بیچاره ګان خبر نه وو د اختر لمونځ د پاره به یی بیا اودس کولو اودسونه به یی خامخا مات شوی وو. مزار شریف اخری سترانګ… نور لوستل »

قیامت دی

دومره طالبان به مره شی چی ##. همدا اوس په زینی ولایتونو کی همداسی قصی روانی دی. عام اولس خو هسی تباه دی. الله دی رحم وکری طالب هم مسلمان عسکر هم مسلمان مشران خپلی میلی کوی زوانان مو تباه شول کفر یی دیدن کوی چی مرضی یی شی ب ۵۲ پری راپه هوا کری

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx