افغانستان

امریکا: ښایي‌ په نوي ورځو کې کابل حکومت سقوط شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د ولسوالیو او ولایتونو چټک سقوط ته په کتو د امریکا نظامي او استخباراتي چارواکي وړاندوینه کوي چې د پخوانیو وړاندوینو خلاف ښایي حکومت‌ په ډير لږ وخت کې د طالبانو په وړاندې سقوط شي.

واشنګټن پوسټ د یو شمېر امریکایي نظامي‌ چارواکو له قوله لیکلي، چې تر دې وړاندې تمه وه د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته به کابل حکومت له شپږو میاشتو تر یوه کال پورې د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي؛ خو اوسنی وضعیت ښيي، چې حکومت به ښایي په نوي ورځو او یا هم حتی په دېرشو ورځو کې د طالبانو په وړاندې را وپرځېږي.

یو شمېر نورو نظامي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلی، چې په افغانستان کې هر څه یوه ناسم لوري‌ ته روان دي‌ او طالبان د پرمختګ په حال کې دي.

امریکايي چارواکي داسې مهال د کابل حکومت د لنډ عمر وړاندوینه کوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وروستۍ ډلې په وتلو دي او ښايی د روانې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور پای ته ورسېږي.

بل لورته طالبانو بیا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بې مخیني پوځي پرمختګونه کړي او د څه باندې دوه وسوه ولسوالیو تر نیولو وروسته طالبانو د نهه ولایتي مرکزونو په نیولو هم توانېدلي.

نیمروز، فراه، بغلان، بدخشان، کندز، تخار، سمنګان او سرپل ولایتونه طالبانو نیولي‌ او د کندهار، هلمند، بلخ او غزني په ګډون یو شمېر نور ولایتونه کلابند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

بیا به نو د ##اوکمت وی زدن او ## به وی جهالت به نور هم اوج ته ورسیږی

Adam Khan
90 days??????????
Too many, I cannot wait.
Adam Khan
Thank you Nunn.Asia for being objective and transparant.
You kept my soul alive. 
These days I lost my sleep because of too much happiness
عبدالله مجید وردک

رضت بالله رب وبالاسلام دین و المحمد ( ص ) نبی و رسولا

الحمدالله ثم الحمدلالله

طوطی

سقوط شویو ولایتونو کی مو کوم انسانی خدمت وکړ ټول مو وران کړل کابل هم همداسی فکر وکړه. د چا پکی ګټه ده؟ پنجاب خوشحاله وی الله مو تباه کړه. آیا دا جنګ ته شریعی جواز ورکول جایز ده چی خوندی او سر توری مو د کابل په دشتو کی سرګردانه ګرځی؟ چی جهاد هم وی په والله که دا ارزش ولری چی زمونږه افغانی میرمنی، ماشومان، او سر توری د سړکونو په سر ګدایی وکړی، په زرهاوو خلک مو له کورونو څخه مهاجرت ته مجبور کړل تاسو خو بیغمه ### کوټی او پنجاب ته اړولی دی افتخار پری هم… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx