افغانستان

د کندوز هوايي ډګر لسګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، د کندوز هوايي ډګر څخه لسګونه کلابند عسکر ورته تسلیم شوي او دا لړۍ روانه ده؛ خو یو شمېر سرچینې بیا وايي چې یاد هوايي ډګر د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن سهار وویل چې د کندوز د هوايي ډګر څخه د قومندان عین الله په مشرۍ لسګونه عسکر له سلګونه میله وسلو، لسګونو ټانګونو، موټرو او زیاتو مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د کندوز هوايي ډګر ته څېرمه د علي آباد ولسوالۍ مرکز څخه هم دولتي عسکر تښتېدلي او یاده ولسوالي ددوی تر ولکې لاندې راغلې ده.

له بل پلوه په کندوز ولایت کې د «شبنم راډیو» مسئول او د یاد ولایت د خبریالانو د ټولنې استازي خبریال فیصل نوري بیا وايي، چې هوايي ډګر او د ۲۱۷پامیر قول اردو له جګړې پرته طالبانو نیولي او دولتي عسکر له پامیر قول اردو څخه هم په شاشوي دي.

خو یو شمېر سرچینې بیا وايي، چې لاهم طالبان هڅه کوي د قومي مشرانو په منځګړیتوب د کندوز هوايي ډګر او ۲۱۷ پامیر قول اردو کې د کلابندو عسکرو د تسلیمۍ لپاره یوه جوړجاړي ته ورسیږي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کندوز په شمول په ټول هېواد کې  د کابل حکومت عسکرو او نورو منسوبینو ته بلنه ورکړې، چې له بې ځایه ټینګار څخه لاس واخلي او د جګړې د اوږدېدو سبب جوړ نه شي.

د کندوز هوايي ډګر په داسې مهال د طالبانو لاس ته لویږي او لسګونه عسکر ورته تسلیمیږي چې تیره شپه د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار او هوايي ډګر هم طالبانو ونیولو او دولتي چارواکو د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ ته وتښتېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx