نظــر

طالبان؛ څه ډول نظام غواړي؟ اوسنۍ اردو رښتیا منحليږي که اصلاحات پکې راځي؟!

صفي الله “رائد”

افغانستان کومې اوردو ته اړتیا لري؟!
طالبان: څه ډول نظام غواړي؟!
او ایا اوسنۍ اوردو به رښتیا منحلېږي او که به اصلاحات پکې راځي؟!
په دې لیکنه کې لوستلی شئ.

لومړی باید ووایم چې یو لوی تحول راتلونکی دی؛ امریکا ماته شوه، بهرنیان نور نه پاتې کېږي، ناټو په ګونډو شوه او بلاخره نن دی که سبا دلته د غرب په ډیموکراسۍ لړلې غوړېدلې شړۍ ټولیدونکې او بلاخره طالبان یو ځل بیا د سپین سپېڅلي اسلامي نظام سره راتلونکي دي..!
ښکاره ده چې هر نظام خپل اهداف، ګټې او مفادات له ځان سره لري، چې په جوړېدو سره یې پلي کوي او په نړېدو سره یې دا هرڅه بېرته له بینه ځي.
بلا شک چې؛ امریکایانو دلته یو لاسپوڅی غیر قانوني غیر شرعي نظام درلود، خپل اهداف( د یو ستر وحشت، دهشت، ظلم او بربریت سربېره یوه داسې اوردو، پولیس او سپیشل فورس جوړول چې په فکري بڼه حجرتي، غیر اسلامي، غیر اخلاقي او په داسې یو ذهنیت سمبال وي چې له امریکایي ګټو ور آخوا هرڅه باید ورته بې ګټې ښکاره شي، داسې رسنۍ، قلموال، لیکوالان او سوشل میډیا استخدامول چې ټول د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف د امریکا، سیکولرزم او ډیمکراسۍ په دفاع کې شپه او ورځ بوخت وي).

هو! امریکایانو د خپل راتګ سره خپل دغه اهداف ترننه د همدغو پلورل شويو داخلي ګوډاګیانو په لاسونو تر سره کړل؛ له چا یې د قلم کار واخیست او له چا یې د ټوپک؛ څوک یې په فکري بڼه امریکایان کړل؛ په رسنیو کې یې شپه او ورځ د ډالرو پر زور وغږول او څوک یې د مسلمان په جامه کې دمسلمان پخلاف مستقیماً ولوبول.

هو! له هرې طبقې د ډالرو پر زور کار واخیست، څوک یې پولیسو ته استخدام کړل، څوک یې سپيشل فورسو ته او څوک یې په اصطلاح د ملي اوردو لیکو ته را کش کړل، خو! د ټولو فکري بڼه، موخه او هدف یو وو(دامریکا ګټو ته لومړيتوب ورکول، د بهرنیانو مفادات په نظر کې نیول او د همدوی اهداف په سمه توګه پلي کول)
نیمه کفري نړۍ د اسلام ارزښتونو ړنګولو پرخلاف یو موټی او را ولاړه شوه، پر ګران هېواد افغانستان یې حمله وکړه، اسلامي امارت یې ړنګ کړ او افغانستان یې اشغال کړ،
څو محدود طالبان د خپل ولس له غېږې بیا را وټوکیدل او د امریکا په مشرۍ یې همدې نیمې کفري نړۍ ته غېږه ورکړه،
پوره شل کاله یې هر اړخیزه مبارزه او درنه جګړه وکړه، بې پایه وینې تویې شوې، وینو یې رنګ راووړ، قربانۍ یې قبولې شوې او بلاخره یې دالله په نصرت امریکا له ټول توان او قوت سربېره ماته کړه.

هو! امریکا ماته شوه، غرور یې مات شو، نړۍ شاهده شوه، امریکا په ګونډو شوه زارۍ یې شروع کړي، امریکا پر وتلو شوه.
اوس نو چې امریکا ځي، نو نظام به یې خود له بینه ځي، ګټې، اهداف او مفادات به یې هم له بینه ځي.

داچې د امریکایانو دلته په اصطلاح ملي اوردو په کفري فکري بڼه تربیه کول او جوړول هم یو له مهمو اهدافو څخه یو هدف ؤ، نو د امریکایي نظام په ړنګېدو سره به دامریکا دا ستر هدف هم وړنګېږي پولیس او سپشل فورس به منحلېږي؛
البته په ملي اوردو کې به اصلاحات راځي هغه داسې چې اسلامي امارت به لومړی یو افغان شموله اسلامي نظام رامنځ ته کړي هو! داسې یو نظام چې دګران هېواد هر وګړی، ښځه او نر به پکې خپل ځان او خپل حق او حقوق ویني، داسې ټول شموله نظام چې د هیواد هر قشر به پکې خپلې ګټې خوندي بولي او هر قوم به یې تر شا ولاړ او کلک ملاتړ به یې کوي؛ هر افغان به راتلونکی نظام خپل نظام بولي؛ مسئولیتونه به اخلي او خپل هیوادوالو ته به دخدمت مصدر ګرځي؛
دداسې یو افغان شموله اسلامي نظام تر جوړېدو وروسته به اسلامي امارت داسې یوه منظمه، پاکه او پیاوړې اسلامي ملي اوردو تشکیل کړي چې خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته به پوره درناوی لري او په خپل ټول توان او قدرت سره به د خپلو اسلامي، ملي نوامیسو او سرحداتو به دفاع او ساتنه کوي.
هو! طالبان داسې یو نظام، داسې یوه اسلامي، ملي اوردو غواړي او ګران هېواد مو همداسې یوې ملي اوردو ته اړتیا هم لري.

د همداسې یو افغان شموله اسلامي نظام او اسلامي ملي اوردو په هیله.

۲ محرم الحرم ۱۴۴۳ هـ ق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

په اردو کې به بنجابیان هم وي که نه ؟ هههههه

یو بل مه سره وژنی

پنجاب، چیچن ازبکستانی ایغور او …. زکه اسلام کی سرحد نشته. دومره عقل نه لری چی تاسو داسی اردو ته سوک پریژدی او دا مصارف سوک درکوی. بس دوی یی جوروی.

شفیق الله

سلامونه اونیکی هیلی ومنی
که چیرته دغه اردو منحل او یا له منځه لاړشی نو مونږ با به له ستونزو سره مخ شو ښه داده چې په دغه اردو کې اصلاحات راولو او په دغه اردو کار وکړو نو ډیر به ښه وی ځکه اردو د یو ملک په دفاع کی غټ رول لری . الله پاک دی اسلامی او شرعی نظام راولی تر څو د مظلوم غږ واوریدل شی او له دی ضالمانو څخه مو خلا ص کړی وسلامږ

یو بل مه سره وژنی

جنابه! دا تیوری ده ته ملک نشی ساتی بیا لاپی وهی داسی ملی اردو به جوره کرم چی داسی وی او داسی وی. داسی ملی اردو چی جور کری زه به دی لاسونه اوپشی مچ کرم. تاسو به کلی ونیسی ولایتونه به ونیسی اخر به مو بیا داسی په اولس بدنام او ورتی لکه مخکی. تاسو مخکی هم محبوبیت نه درلود فقط زور او جبر مو خلگو باندی راج چلاوه. زما خبری یاد ساتی چی پورته کوی مو او بیرته مو د زمکی وهی.

عبدالواحد اڅګزۍ

اسلامی حکومت وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿۱۱۶﴾ سوره الانعام ترجمه:اوکه چیری تاسوخبره ومنۍ داکثروله هغونه چه په مځکه کی دی نودوی به ګمراکی تادالله دلاری نه پیروی نکوی دوی مګردګمان اونه دی دوی مګر صرف خیالی خبری کوی.  إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ يَضِلُّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۱۷﴾ سوره الانعام ترجمه: بیشکه ستارب ښه پوه دۍ چه څوک لیری کیږی دهغه دلاری نه اوهغه ښه پوه دۍ پرسمه لارتلونکو. وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَیْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ یُنفِقُونَ سوره الشورا آیات ۳۸… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x