دیني، سیرت او تاریخ

د احسان حق د چا ده…..؟

جلال الدین تاجوال

رضيتُ بالله رَبًّا وبالإسلام دينًا وبمحمدٍ صلى الله عليه وسلم نبيًا.

د رسول صلی الله عليه وسلم له بعثت سره اسلام د اخرني اسماني دین په حیث د الله جل جلاله لخوا منل شوی، له اسلام څخه بغیر بل دین نه قبلیږي لکه الله ج چې فرمایي:

وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ.

او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى.

ال عمران ۸۵

له دي خبرې مې مطلب دا دی چې اوس خو په دې پوه شو چې اسلام باید ومنو ځکه دا هم د دارینو خوشبختي ده هم فلاح او هم د رب رضا، نو چا چې اسلام ومانه هغه یعنې د اصولو او مقرراتو يوه مجموعه ومنله چې په دې چوکاټ کي د ژوند د هرې غټې او وړې معاملې، امر او حکم لپاره واضح تګلاره شته، په کوم دین کې چې د پوزې د پاکولو طریقه او ادب واضح شوی وي نو د ژوند د لوړو امورو په باره کې څوک څه وایي/ویلی شي؟ دا دین د ټولوکایناتو دین دی.

نو اوس اصلي خبره داده چې اوس که کوم مسلمان دغه اوامر مراعتوي ددغه حمد او تشکري مستحق دا دین او هغه څوک چې دا دین یې رالیږلی، مثلاً په عقیده کې توحید، په عبادت کې اخلاص، په معامله کې راستي او صداقت، په اخلاقو کې مهرباني او رحمت، په قانون کې عدالت، په کار کې دقت او ريښتنولي، په ادب کې نیکي، په رابطه کې ورورولي، په لید کې اعتدال دا ټول د اسلام روح دي، نو څوک دي د خپل ښي معاملې، اخلاقو او عبادت احسان پر بل چا نه اچوي نه دې عجب کوي، ځکه دا ددې دین تقاضاوې دي، که چا مراعت کړې هغه دې د الله ج حمد وايي او احسان دې ومني.

الله ج فرمایي:

يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا ۖ قُلْ لَا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُمْ ۖ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِين.
دوى په تا د دې احسان كوي چې اسلام يې راوړى دى، ته (ورته)، ووایه: تاسو په ما باندې د خپل اسلام راوړلو احسان مه كوئ، بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ۔، كه تاسو رښتیني يئ.

اللهم إنك عفو كريم تحب العفو فاعف عنا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx