
یو مهم او مفید ذکر
مولوي عطاء محمد عاطف
د الله تعالی له لوی درباره په لږ او اسانه عمل ډیر ثوابونه تر لاسه کیدای شي، د الله تعالی په دربار کې مهم شی اطاعت اوفرمانبرداري ده.څوک چې درب کریم د اوامرو اتباع او له نواهیو څخه ځان ساتي، همغه کامل او رښتیني مسلمان دی.
یو له هغه اوامرو چې رب تعالی یې په قرانکریم کې بندګانو ته امر کړی دی، ذکر او د الله تعالی یاد دی.
دالله تعالی په دربار کې د ذکر واذکارو ډیر لوړ منزلت او مقام دی. او په یوه روایت کې یې ذاکر ژوندی او له ذکره غافل مړ بللی دی.
نن زه تاسو ته یواسانه خو ډیر ثواب لرونکی ذکر لیکم.هیله مند یم چې خپله هم عمل په وکړئ او تر دوستانو یې هم و رسوئ.
په معارف القرآن کې مفتی محمد شفیع صاحب رحمه الله تعالی لیکلي دی:
امام بغوی رحمه الله تعالی په خپل سند سره روایت نقل کړی دی چې رسول لله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:” څوک چې دهر فرض لمانځه وروسته سورت فاتحه، آیة الکرسي او آل عمران (۱۸’ ۲۶’ ۲۷) آیتونه ولولي،( له لاندې ذکر شویو فائدو به برخمن شي)
هغه آیتونه دا دي: شَهِدَ اللّـٰهُ اَنَّهٝ لَآ اِلٰـهَ اِلَّا هُوَ وَالْمَلَآئِكَـةُ وَاُولُو الْعِلْمِ قَآئِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَآ اِلٰـهَ اِلَّا هُوَ الْعَزِيْزُ الْحَكِـيْمُ (18)
قُلِ اللّهُمَّ مالِکَ الْمُلْکِ تُؤْتِی الْمُلْکَ مَنْ تَشاءُ وَ تَنْزِعُ الْمُلْکَ مِمَّنْ تَشاءُ وَ تُعِزُّ مَنْ تَشاءُ وَ تُذِلُّ مَنْ تَشاءُ بِیَدِکَ الْخَیْرُ إِنَّکَ عَلى کُلِّ شَیْء قَدیرٌ(26
27تُولِجُ اللَّیْلَ فِی النَّهارِ وَ تُولِجُ النَّهارَ فِی اللَّیْلِ وَ تُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَ تُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَ تَرْزُقُ مَنْ تَشاءُ بِغَیْرِ حِساب)27
اول: الله تعالی فرمایي په جنت کې ځای ورکوم.
دوهم: او په جنت کې بیا په خپل حظیرة القدس کې ځای ورکوم.
دریم: په هره ورځ کې (۷۰)ځله د رحمت په نظر ورته ګورم.
څلورم: (۷۰) حاجتونه یې پوره کوم.
پنځم: دهر حاسد او دښمن له شر او ضرر څخه یې ساتم او په هغوی باندې غلبه ورکوم.
(معارف القرآن جلد دوهم صفحه:۴۷)
یادونه!
وروڼو ډیر هوسا عمل دی او ثواب یې بیخي زیات دی.
راځئ خپله هم عمل په وکړو او نورو ته یې هم ورزده کړو او که یې زده و دعمل کولو ترغیب ورکړو.خاصکر علماء او مجاهدین یې باید ډیر اهتمام وکړي، تر څو د دښمن له شره خوندي او مامون شي .
ستاسو د نیکو دعاګانو په هیله