شعـــــرونه

د مرګ تمثيل/ بدري

محمد بدري

دواړه سترګې پټوي تمثیل د مرګ کړي
غلی ناست وي ورسره تشکیل د مرګ کړي

ترینه پورته شي یو آه د زړه له درده
چې شروع ځان سره لږ تفصیل د مرګ کړي

کله وژاړي او کله په خندا شي
نیمه شپه شي لا هم قال او قیل د مرګ کړي

د دنیا له خواهشاتو ځان رابېل کړي
عاجزي سره شروع تَخْیِیْل د مرګ کړي

ورته خوږ شي او په خپله مرګی غواړي
تعجُّب دده په حال وکیل د مرګ کړي

په زړه غم په سترګو نم په خدائ قسم چې
فیصله به خدائ په دې علیل د مرګ کړي

محمَّد بدري ته هم د هغو مل شه
څوک چې هیله او رښتیا تحصیل د مرګ کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx