افغانستان

امریکا: افغانستان کې زموږ هوایي بریدونه د جګړې ټولې ستونزې نشي حل کولای

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې طالبانو چټک پوځي‌ پرمختګونه کړي؛ د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، دوی د کابل حکومت عسکرو په ملاتړ هوایي‌ بریدونه کوي، خو باور لري چې دا بریدونه د ټولو ستونزو حل نه دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند «جان کربي»‌ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې امریکايي هوايي‌ ځواک په افغانستان کې بریدونه کوي او دا وړتیا لري چې هلته نقطې په نښه کړي؛ خو دده له قوله، دا بریدونه د ټولو ستونزو حل نه دی او نه هم د جګړې هر ډول حالت بدلولای شي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې امریکا کابل حکومت ته الوتکې ورکړې دي او هغوی هم دا وړتیا لري چې هوايي بریدونه ترسره کړي.

د کربي له قوله، امریکا لا هم د افغان عسکرو ملاتړ ته او تجهیز ته ژمنتیا لري او هغوی ته یې د اووه دېرش الوتکو له ډلې درې بلېک هاک الوتکې هم سپارلې دي، چې ښایي څلور دېرش نورې هم ورته وسپارل شي.

امریکا داسې مهال خپلې الوتکې د جګړې د حالت په بدلولو کې بې وسه بولي، چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې درنې جګړې روانې دي او طالبان د دوو سوو ولسوالیو تر نیولو وروسته د نهه ولایتونو په نیولو هم توانېدلي‌ دي.

امریکايي الوتکو په تېرو ورځو د هیواد په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې‌ په ځینو ځایونو کې یې ولسي وګړو او عامه تاسیساتو ته هم درانه زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx